د فزیک پوهنځي جدید الشمول محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۶:۲۶
615

د روان کال لیندۍ میاشتې په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د فزیک پوهنځي جدید الشمول محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې ددې پوهنځي غوره محصلین هم تقدیر شول. یاه غونډه له معمول سره سم لومړی د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل شوه.

وروسته پوهنیار محمد اجمل خیشکي محصلینو ته کرېډېټ سیستم ور وپېژانده. د یاد سیستم له پیژندې وروسته د نظم او دسپلین کمېټې مسؤل پوهنیار ګل ولي افغان محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ دنظم او دسپلین اړوند ځینې موضوعاتو خبرې وکړې.

همدارنګه د فزیک پوهنځي رئیس پوهنیار نور محمد عزیزي د علم، پوهې، دین، هېواد پالنې د ارزښت په اړه جدید الشمول محصلینو ته خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلی پوهنوال استاد رجب علي خاوري او  له لومړي ټولګي څخه تر څلورم ټولګي پورې  ۱۲تنه غوره محصلین تقدیر شول؛ نوموړې غونډه په دعایه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۵:۳۸
Background image

د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

نوموړې غونډه د روان کال سلواغې میاشتې په ۲۴مه نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون رئیس او مرستیالانو په شتون کې ترسره شوه.

د پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د پوهنتون علمي لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د فوق لېسانس برنامو د ارزونې غونډه ترسره شوه

ددې غونډې موخه د فوق لېسانس برنامو د معیاري کېدو او د یادو برنامو د ظرفیت او کیفیت لوړول یاد شوي دي. په دې غونډه کې د کابل پوهنتون رهبري، د ماسټري بورد غړو، د پوهنځیو رئیسانو، د پوهنځیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

له لیرې د سنجش او جغرافیایي اطلاعاتو سیستم د زده کړو ورکشاپ پای

د کابل پوهنتون په ځمکپوهنه پوهنځي کې د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم(GIS) او له لیرې سنجش (Remote Sensing) زده کړو ورکشاپ د سلواغې په ۲۲نېټه پای ته ورسید.

نوموړی ورکشاپ ۱۲ ورځې جریان درلود. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون د رغنيزو چارو په جریان کي نن د لوړو زده‌کړو وزارت او کابل پوهنتون ترمنځ د نښلونکي سړک د پراخوالي چاري پیل شوې.

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم