د زده کړې مدیریت د ماسټرۍ برنامې

د کابل پوهنتون د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د ماسټرۍ پروګرام د رامنځته کېدو د فعالیت امر په ۱۳۹۲/۱/۱۳نېټه د زده کړې مدیریت په چوکاټ کې د زده کړیز مدیریت تر سرلیک لاندې واخیست.

موخې (اهداف):

د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د (زده کړیز مدیریت) د ماسټرۍ برنامې موخې د مسلکي کادرونو روزنه او زده کړه ده، چې په اداره، مدیریت او رهبرۍ کې د زده کړیز نظام د ښه والي او سمونې لپاره د لوړو زده کړو په کچه او د هیواد د معارف لپاره موخې ترسره کوي. نوموړې برنامه به ټولیزه توګه د تخصصي، مسلکي او حرفوي مهارتونو د لوړتیا او انکشاف لپاره، او هغه څوک چې د هیواد زده کړیز نظام په حوزه کې په ځانګړې ډول د مدیریت، رهبرۍ، زده کړیز مدیریت، زده کړیزې ټکنالوژۍ، د تحصیلي او تعلیمي نصاب پراختیا کې، ورزنیزې برنامې جوړونه، پالیسي جوړونه، او روزنیزو لارښوونو او درسي نورو موخو لپاره رامنځته شوې ده.

همدا ډول د دې برنامې د رامنځته کېدو نورې موخې (اهداف) د پوهنتونونو د کادرونو په خاص ډول د یو شمېر استادانو د تحصیلي کچې لوړاوی دی، ځکه چې یو ډېر شمېر محترم استادان په پوهنتونونو کې د لېسانس تحصیلي درجې لرونکي دي او تدریس کوي، چې لوړې زده کړې د دې تدریس څخه رضایت نه لري او د افغانستان د خلکو په خیر یې نه ګڼي.

د دې ماسټرۍ پروګرام عمده موخې په لاندې ډول دي:

۱. د ننۍ ټولنې د بدلونونو، اړتیاوو او د شرایطو سره سم د ځوانو رهبرانو زده کړه او روزنه.

۲. د افغانستان او نړۍ په کچه د علمي او نظري پوهې او ضروري معلومات تر لاسه کول په زده کړیز مدیریت کې موضوعات، د سازمانونو مدیریت، په زده کړیزو بنسټونو کې او په دولتي عامه ادارو کې.

۳. د افغاني ټولنې د شرایطو او اړتیا سره سم د متخصیصو او مسلکي کادرونو، ښوونه او روزنه، د پلان جوړونې او مدیریت په برخه کې.

۴. د محصلانو د زده کړې لپاره ښه زمینه او فضا برابرول چې پوهه، معلومات، مهارتونه د رهبرۍ، سازمان ورکول، اړیکې د دولتي او خصوصي او نورو سکتورونو، چې په اداره، مدیریت، پالیسۍ او دولتي ادارو کې به اغیزمنتیا ولري.

۵. د محصلانو د ظرفیت لوړول په علمې او مسلکي برخه کې او هم د اغیزمنو اړیکو لرل او د کره کتنې په لاره کې

۶. د پروژو جوړولو، د اقتصادي او مالي چارو تنظیم، د تحصیلي او تعلیمي نصاب طرح او د محصلانو ځواکمنۍ لوړتیا او پیاوړتیا د تحصیلي او ښوونیز نصاب د جوړولو په برخه کې.

لید لوری یا (vision ):

د زده کړیزمدیریت د ماسټرۍ پروګرام لارښوونکي، صلاحیت لرونکي مدیران، د عالي درجې تخصص لرونکي، د زده کړې مدیریت او د مدیریتې نظام زده کړیزسازمانونو رهبرۍ په څانګو کې کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي، چې دوی نه یوازې په افغانستان کې د مدیریت او زده کړیز نظام لپاره حیاتي او مهم ګڼل کیږي، بلکه د ټولنې ټولو برخو کې د زیات اهمیت لرونکي دي. بر سېره پر دې د دې پروګرام رامنځته کول د اوږدې مودې لپاره د ودې اوپراختیا، د رهبرۍ او مدیرت، د زده کړیزو سازمانونو ښه والی او ښه حکومتولۍ په هېواد کې چې له همدې فارغانو څخه به اغیزمنه او ګټوره ګټه واخیستل شي.

د دې څانګې فارغان به ټولنیز خدمتونه، سالمه اداره او مدیریت د یوې بسیا ټولنې لپاره چې سرچینې او خدمات د ټولو لپاره حاصل او په واک کې وي، دوی به ورته کار او فعالیت وکړي.

دغه پروګرام به د څېړنې، مطالعې، فرهنګ دود او د علمي زده کړې زمینې برابرې کړي. کوښښ کوي چې د رهبرۍ د ښه والي وضع جوړه، د مدیریت او زده کړې رول اغیزمن شي.

رسالت (mission):

د زده کړیز مدیریت د رسالت پروګرام د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوی، چې عبارت له لوړتیا او زیاتوالی د پوهې، علمې مهارت، تخصصي او مسلکي وړتیاوې د افغانانو د زده کړیز مدیریت، رهبرۍ او مدیریت، د زده کړیزوسازمانونو او ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو کې، چې پکې دولتي او خصوصي برخې د ټولنې به شاملې وي،ورته خدمت کوي. دا پروګرام به مدیران، رهبران د هیواد او د ټولنې راتلونکي پالیسي جوړونکي د ګډې همکارۍ په روحيې سره، د پلان ګذارئ، د وضع تحلیل او ارزیابي د معقولو تصمیم نیولو موضوعات او اړیکې رامنځته کول، چې د روزنیزو چارو لپاره ثمر بښوونکي وي، چمتو کوي. همدا رنګه دا پروګرام به د افغانستان د نورو پوهنتونونو، ټولو سکټورونو، عامه او خصوصي موسساتو لپاره د څېړنې، او نوې مطالعې ساحه پرانیزي. پوه، مسلکي او مهارت لرونکي کادرونه به د هغوی د اړتیاوو لپاره وروزي.

د دې ګټور او ارزښتمن پروګرام رسالت دا دی چې د زده کړې، روزنې ژمن او متخصص مدیران د اړتیاوو په برخه کې د دولتي او خصوصي زده کړیزو موسساتو او ادارو لپاره روزي. دوی به د نویو علمي روشونو سره ډېر د ادارې او مدیریت په کاري ساحه کې آشنا کړي، تر څو وکولای شي له همدې لارې د مدیریت او رهبرۍ چارې په مختلفو تحصیلي او زده کړیزو دورو کې، په تحصیلي او تعلیمي موسساتو، دولتي ادارو کې چې په غاړه ېې وي، اړوندې چارې په وړتیا سره ترسره کړي.

د ماسټرۍ د پروګرام د رامنځته کېدو اړتیا او ضرورت( Need assessment):

مدیریت او زده کړیزې لارښوونې یو له هغو اړینو تخصصي فعالیتونو څخه دي چې د عالي او نیمه عالي تحصیلاتو موسسو لپاره دي، چې اصلي او اساسي موخه ېې په کار کې اغیزمنتیا او د زده کړو د خدمتونو، اجرا کولو د ستراتېژیو کومې چې په زده کړیزو نهادونو، زده کړیز سازمانونو او پالیسېو پورې اړوندې، له دې لارې برنامه ریزي، سازماندهي، تصمیم نیونه، هدایت او وړ مناسبه ، مساعده رهبري، چې زده کړیزې او تحصیلي موخو ته د مخه د رسیدو لپاره ټاکل شوي وي.

له همدې کبله پاملرنه اړتیاوو ته چې مسلکي او تخصصي با صلاحیته مدیران چې ژمن وي او په ټولو تعلیمي او تحصیلي دورو د لوړو زده کړو وزارت، معارف، عامه ادارو، نورو دولتي او خصوصي بنسټونو لپاره اړتیا او ارزښت او د اړوندې ادارې او روزنیز  مدیریت، د ماسټرۍ د پروګرام د رامنځته کېدو اړتیا په ګوته کوي.

بشري ټولنې په ننیو شرایطو کې په ډېرې چټکئ سره د پرمختګ په حال کې دي. دغه پرمختګ او ترقي د انسان د ارزښتمنو، ګټورو او پراخو پرمخ تللو علمي څېړنو په پایله کې رامنځته شوي، چې نړۍ ته ېې بدلون ورکړی دی. نو د ښوونې او روزنې د پرمختیا او پرمختګ لپاره په ټولنه کې علمي څېړنو او د وګړو د پوهې د سوېې د لوړاوي  لپاره اړتیا شته، چې له هغې څخه ګټه واخیستل شي.  همدا ډول د علمي څېړنو ستره موخه، د حقایقو موندنه، د ستونزو حل، د علم او پوهې پراختیا او پرمختیا، د بشري ټولنو په وړاندې د خنډونو لرې کول، د لږ والي او کمېو سمون، د پرمختګ او ترقي د معقولو لارو چارو وړاندې کول . دا چې نن پرمختګونه او سمسورتیاوې وینو، ټولې د همدې ګټورو او دوامداره څېړنو پایله ده، چې ننۍ نړۍ د پرمختګ او نسبي صلحې او امنیت کې ژوند کوي. نو په دې سبب د علمي تحقیقاتو څخه خبرتیا د علم او پرمختګ، پوهې، زده کړې او ټکنالوژۍ  څخه د مختلفو څانګو د پوهانو لپاره ډېر اړینه او ارزښتمنه ده.

د دې پروګرامو څخه په کار اخیستلو سره نه یوازې تازه باوري خبرتیاوې، د ټولنیزو ستونزو حل او نور مختلف مسایل ترلاسه کيږي. دغه ترسره شوي څېړنې د پوهانو په وسیله د ننۍ نړۍ  د ودې او پرمختګ لامل شوي دي. همدا ډول د برېښنا به څېر چټک پرمختګونه د علم او ټکنالوژۍ د پرمختګ په وسیله رامنځته شوي دي. اکثره بشري ټولنې د همدې علم د حاصلولو او علمي څېړنو په وسیله را منځته شوي، هېڅ یوه داسې بشري ټولنه به پیدا نه کړو چې پرته له علمي څېړنو، زده کړو او پالنې څخه ېې پرمختګ په برخه شوی وي. نو په دې اساس، چې افغانستان د ډېرو جګړو او ګډوډیو له کبله زیانونه لیدلي او تر ټولو ډېر او جدي زیان د ښوونې او روزنې  برخې لیدلي، چې د بشري ژوند ارزښتمن او حیاتي برخه همدا ګڼل کیږي، چې د جګړو او نورو ټولنیزو آفتونو څخه سخته زیانمنه شوې، چې نن ورځ د هغو پایلې په سترګو لیدل کیږي. له همدې کبله لازم دی چې د ښوونې او روزنې  برخې  ته له حده څخه ډېره پاملرنه وشي ځکه چې د پوهې کچې لوړولو لپاره،  چې اغیزمنه پوهه او خبرتیا په داسې اوسنیو شرایطو کې د افغاني ټولنې یوه جدي اړتیا ده، چې ورته علمي او څېړنیزمرکزونه جوړ شي. له نیکمرغه چې په افغانستان کې د پاملرنې وړ بدلونونه را منځته شوي او دغه ښه فرصتونه چې لاس ته راغلي باید د لاسه څخه ونه وځي.

د همدې لپاره د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د حقیقت په درک کولو سره هڅه وکړه چې د ماسټرۍ پروګرام رامنځته کړي، چې یو له مهمو اهدافو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو د وزارت ستراتېژیو څخه وه، رامنځته کړي.

نوموړی پوهنځی تر دې دمخه د پیداګوژۍ او ارواپوهنې د ماسټرۍ پروګرام لرونکی وه، چې په ۱۳۶۴ ه ش کال ېې په فعالیت پیل وکړ، څو دورې فارغان ېې په دوه یادو شوو څانګو کې ټولنې ته وړاندې کړل. اوس هم د دې پروګرام د رامنځته کېدو شرایط د طرزالعمل مطابق د پرمختللو هېوادونو، د تحصیلي بنسټونو په لیکې سره سم عیار شوی دی. نوموړی پوهنځی د علمي کادرونو له پلوه غني، مجهز کتابتون، د دې پروګرام د تدریس لپاره مناسب ځای او زیار ایستونکي او هڅاند زده کړیالان لري. له دې امله د ماسټرۍ د پروګرام رامنځته کولو لپاره د زده کړیز مدیریت په ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځۍ کې، چې روزنیزې ارواپوهنې ډیپارټمنټ، پیداګوژي، زده کړیز مدیریت او د مشورې او لارښوونې ډیپارټمنټونه جوړوي، چې د لوړو زده کړو وزارت د موخو تر سره کولو کې، د علمي او مسلکي اداره چیانو د سطحې لوړوالی، او د هېواد د ښوونکو او په ځانګړې توګه د مسلکي مهارتونو د لوړولو په پیداګوژۍ څانګه کې، زده کړیزه ټکنالوژۍ، د تعلیمي او تحصیلي نصاب په پرامختیا کې، د څېړنې په روشونو کې، زده کړیزې ارواپوهنې کې، د روزنیزې رهبرۍ مدیریت کې، روزنیزې پلانګذارۍ کې، پالیسي جوړونه، نظارت او روزنیزې ارزیابئ کې او په درسي نورو برخو کې به خپل رول ترسره کړي. دې ته په پاملرنې سره چې د لوړو زده کړو امکانات له هېواد څخه بهر محدود او غیر اقتصادي ول، او په اوسنیو شرایطو کې چې د هیواد اړتیاوې نه شوې پوره کولای، له دې کبله په داخل د هېواد کې د بسیاینې، د لوړو زده کړو او مسلکي پوهې، د نویو علمي ظرفیتونو منځته راوړل، د باکیفیته تحصیل، د ښوونې او روزنې  د کچې لوړولو لپاره د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د ماسټرۍ پروګرام د لوړو زده کړو د محترم وزارت د سټراټيژۍ او د ماسټرۍ پروګرام د لایحې سره سم او د هغه د شرایطو د بشپړېدو په پام کې لرلو سره پروګرام پر مخ  وړي.  

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم