د ریاضیاتو پوهنځي تالار رغونه
د کابل پوهنتون ریاضیاتو پوهنځي تالار د ۱۲۰ نفره په ظرفیت لرلو په معیاري کچه د (۶۹۰۰۰۰) شپږ لکه او نوي زره افغانیو په قیمت رغول شوی دی.
د نوموړي پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال محمد خان حیدري وویل: (( ددې تالار رغول د ستونزو په حلولو، د محصلینو لپاره د مناسب تحصیلي چاپیریال چمتول کولو کې اهمیت لري چې د دې تالار د رغولو چارې د یوې میاشتې په جریان کې د خصوصي شرکت لخوا بشپړې شوې دي.))