د خوراکي موادو د ټکنالوژۍ او حفظ‌الصحې ډیپارټمنټ

د خوراکي د موادو د ټکنالوژۍ او حفظ‌الصحې ډیپارټمنټ د خوړو د ټکنالوژۍ، د خوړو د حفظ‌الصحې، د خوړو د تحلیل او د خوړو د قوانینو په برخو کې نظري او عملي درسونه وړاندې کوي. دا ډیپارټمنټ د دولتي او خصوصي سکتورونو لپاره مجهز او اغېزمن لابراټوارونه لري. د دغو مضمونونو د زده‌کړې له لارې، د وترنري محصلان د بېلابېلو خوړو د تولید، پروسس، ساتنې، حفظ‌الصحې او کنټرول له څرنګوالي سره بلدتیا ترلاسه کوي. دا ډیپارټمنټ کولای شي له اړوندو سکتورونو لکه د عامې روغتیا محترم وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د نورم او سټنډرډ ادارو، د حیواني خوړو د کیفیت د کنټرول، د سوداګرۍ محترم وزارت، همدارنګه له خصوصي متشبثینو، سازمانونو او ادارو سره اغېزمنه همکاري ولري.

ډیپارټمنټ د خوړو د امنیت د تأمین، د معیارونو د ټاکلو، د نړیوالو ستنډرډونو د پلي کولو، د خوړو په برخه کې د شته ستونزو د پېژندنې او د علمي څېړنیزو میتودونو له لارې د دغو ستونزو د حل په برخه کې مهم رول لوبوي، څو اړوند سکتورونو ته عملي مرسته او لارښوونه وړاندې کړي. د دې ډیپارټمنټ کاري تمرکز تر ډېره د خوړو د حفظ‌الصحې، د انساني خوړو د ټکنالوژۍ او د خوړو د قوانینو په برخو کې دی، او هڅه کوي چې د خوړو معیارونه له علمي پلوه وټاکي. ډیپارټمنټ د دوکتورا او ماستري کچې وړ علمي کادر لري او په دولتي او خصوصي سکتورونو کې ارزښتناکه ونډه لري. دا ډیپارټمنټ د اړوندو سکتورونو په کاري کمېټو کې غړیتوب هم لري. د دې ډیپارټمنټ د علمي کادر غړي په علمي، څېړنیزو او ټولنې ته د خدماتو په ټولو برخو کې ژمن دي. همدارنګه، دا ډیپارټمنټ د خدماتو او تطبیقي علمي څېړنو له لارې د ځان‌بساینې ښه فرصتونه لري.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: