د تیکا مؤسسې رئیس د کابل پوهنتون له رئیس سره لیدنه تر سره کړه

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۴:۲۴
489

ښاغلي فاضل آکین "اردوغان" چې په کابل کې د تیکا مؤسسې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی، د کابل پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال د دغه پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره د پوهنتون د مرستیالانو په شتون کې لیدنه تر سره کړه.

پدې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو، دوستۍ، د کابل پوهنتون او ترکیې هېواد د پوهنتونونو ترمنځ د علمي او اکاډمیکو همکاریو پر پیاوړتیا، له کابل پوهنتون سره د تیکا مؤسسې پر مرستو او د دغو مرستو پر دوام خبرې وشوې او دواړو لورو د اړیکو او همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د تیکا مؤسسې رئیس د کابل پوهنتون له رئیس سره تر لیدنې وروسته له هغه څېړنیزې باغچې څخه چې ددغه مؤسسې لخوا د کابل پوهنتون لپاره جوړه شوې او همدارنګه د سید جمال الدین افغان له مقبرې څخه لیدنه او ژمنه یې وکړه چې د دغه څېړنیزې باغچې د وسایلو او امکاناتو په لا غني کولو کې به همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو علمي-څېړنیزې مجلې د ١٤٠٥هـ ل کال نهم دور دويمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

د  دې ګڼې ارزښتناکو مقالو د لوستلو او ډاونلوډ کولو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۰
Background image

د حقوقي زده کړو مرکز ۱۲۰ ستاژران فارغ کړل

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو مرکز د حقوقي ستاژ د پنځلسمې دورې ۱۲۰ ستاژرانو د فراغت غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل پوهنتون رهبرۍ، د عدلیې وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: