د تر کیې د “می ۱۹” پوهنتون استادانو د کابل پوهنتون د کیمیا او فزیک پوهنځيو څخه لیدنه وکړه
د ترکیې هیواد د سامسون ښار د “می ۱۹” پوهنتون یو شمېر استادانو د روان کال د غبرګولي په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د کیمیا او فزیک پوهنځیو څخه لیدنه وکړه او د دې پوهنځیو له رییسانو، استادانو او محصلینو سره یې په علمي او څېړنیزو همکاریو خبرې وکړې او د همکاریو وعده یې وکړه.
پدې لیدننه کې د “می۱۹” پوهنتون د فزیک څانګې یو تن استاد دکتور نجمي په درسي ټولګي کې د کیمیاوي کرسټال پر موضوع خپل څېړنیز لکچر نوټ محصلینو ته وړاندې کړ او په “می ۱۹” پوهنتون کې د تحصیل د دوام لپاره د غوښتنلیک د څرنګوالي او د دې پوهنتون څېړنیزو کارونو ته د لاسرسی او ګډون په اړه ګډون والو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
وروسته د کیمیا او فزیک پوهنځیو مسوولینو، استادانو او محصلینو کابل پوهنتون ته د هغوی راتګ ته د قښه راغلاست تر څنګ یې له دې پوهنځيو سره د هغوی د همکاري لپاره علاقمندي او نورو معلوماتي موضوعاتو په اړه مننه وکړه او د ترکیې د سامسون ښار د “می۱۹” پوهنتون سره د څېړنیزو علمي او اکاډمیکو کارونو کې د منظمو اړیکو غوښتونکي شول او تاکید یې وکړ ، چې دا ډول لیدنې د همکاري لپاره ښه زمینه برابروي