د ترکیې هېواد سفیر په کابل پوهنتون کې جوړه شوې فرهنګي غونډه کې برخه واخیسته

نوموړې فرهنګي غونډه د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي په ترکي څانګه کې د عکاسۍ نندارتون په نوم جوړه شوې وه. په دې غونډه کې په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر، د کابل پوهنتون رئیس او مرستیالانو، استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه.
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په یاده غونډه کې د خبرو په لړ کې د افغانستان او ترکیې هېواد ترمنځ دیني، فرهنګي او ژبنیو ګډو اړیکو ته اشاره وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ټینګولو غوښتونکی شو.
نوموړي همدارنګه د فلسطین پر مظلوم ملت باندې د صهیونیستي رژیم یرغل غندنه وکړه او ددې یرغل پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت او ترکیې هېواد له دریځ څخه خوښي څرګنده کړه.
په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر جنګ اونال په کابل پوهنتون کې په جوړ شوي نندارتون کې د ګډون څخه د خوښۍ ترڅنګ زیاته کړه؛ چې د ترکیې هېواد د افغانستان دوستۍ ته ارزښت لري او ددې اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.
نوموړی نندارتون د کابل پوهنتون بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي ترکي څانګې او (( یونس امره)) انستیټوټ لخوا ترسره شو چې؛ درې ورځې به دوام وکړي.