د تدریس ډول

د ارتباطاتو او ژورنالیزم په پوهنځی کې د عصري رسنیزو مهارتونو او نوې پوهې ته د لاسرسي په موخه د نظري او عملي تدریس له مختلفو ډولونو څخه ګته اخیستل کیږي. استادان له نوې ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو سره په صنف کې لکچرونه او پرېزنټېشنونه ورکوي. پر دې سربېره استادان د محصلینو د علمي سطحې د لوړولو د پاره له لکچرنوټونو، معیاري درسي کتابونو، انټرنټ، کتابتون او ډیجیټل منابعو څخه هم ګټه اخلي.

محصلین د لازمو مهارتونو او وړتیا تر لاسته کولو د پاره د پوهنځی د ټلویزیون او راډیو سټدیوګانو څخه د مربوطو استادانو تر لارښونې او نظارت لاندې د مختلفو ټلویزیوني او راډیویي خپرونو د تولید د پاره هم ګټه اخلي او زدکړه کوي. همدا ډول د زدکړو اړوند ستونزو د رفع کولو او په دې رشته کې د نویو علمي لاسته راوړنو د انتقال په موخه مشورتي درسونه او کنفرانسونه هم جوړیږي.

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.