د امام محمد شیباني (رح) تدریسي بلاک لپاره د محافظتي دېوال جوړېدل

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۹
3362

یاد دېوال چې۶۵۰ متره اوږدوالی او ۲۵۰ سانتي متره جګوالی لري، د کابل پوهنتون امام محمد شیباني (رح) تدریسي بلاک، د تمیم انصاري (رضي الله عنه) او امام قتیبه (رح) تالارونو د ساتنې او ښکلا په موخه جوړیږي.
نوموړی دېوال په پاخه او اساسي ډول له ډبرو او خښتو څخه جوړیږي او د چارې یې په منظم او معیاري ډول د مسؤل انجینرانو تر نظر لاندې ترسره کېږي او په پام کې ده، چارې به یې تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چي د دې دیوال د جوړولو قیمت د ۳میلیونه او اته سوه زره افغانیو په شاوخوا کې دی، چې د پوهنتون له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.
له دې مخکې د دې بلاک او تالارونو شاوخوا د اغزن سیم او جالۍ په واسطه پوښل شوې وه، چې د ساتنې او ښکلا په برخه کې اغیزمن او مناسب نه وو، په همدې دلیل نوموړی محافظتي دیوال په غوره شکل سره ورته جوړیږي.
                  

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو علمي-څېړنیزې مجلې د ١٤٠٥هـ ل کال نهم دور دويمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

د  دې ګڼې ارزښتناکو مقالو د لوستلو او ډاونلوډ کولو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۰
Background image

د حقوقي زده کړو مرکز ۱۲۰ ستاژران فارغ کړل

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو مرکز د حقوقي ستاژ د پنځلسمې دورې ۱۲۰ ستاژرانو د فراغت غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل پوهنتون رهبرۍ، د عدلیې وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: