د اقتصاد، ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځیو لپاره نوي رئیسان معرفي شول

د لوړو زده کړو وزارت وړاندیز پر اساس او د ریاست الوزراء لوړ مقام حکم له مخې ښاغلی پوهنمل داکتر احسان الله بارکزی د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي رئیس او ښاغلی پوهنوال ذبیح الله حیدري د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي رئیس په توګه ګمارل شوي دي.
د یادو رئیسانو پیژند غونډې په مراسمو کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي استاد صلاح الدین ایوبي، د بشري سرچینو آمر ښاغلي عطاء الله حکیمي ګډون کړی وو. د پوهنتون مرستیالانو د یاد پوهنځیو پخوانیو رئیسانو له ترسره شویو کړنو څخه ستاینه وکړه او نوي رئیسانو ته یې د بریالتیوب هیله څرګنده کړه.
د یادو پوهنځيو نویو رئیسانو د لوړو زده کړو وزارت او ریاست الوزراء لوړ مقام له باور څخه د مننې ترڅنګ د پوهنتون له رهبرۍ سره په همغږۍ د کړنو په ترسره کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه؛ چې خپلې دندې او مسؤلیتونه به د قانون او مقرراتو سره سم په غوره شکل ترسره کوي.