تعلیمی پروګرامونه

فزیک پوهنځی دری څانګی لری. چی په ترتیب سره په دی ډول دی:

  • فزیک اوالکترونیک
  • عمومی اونظری فزیک
  • هستوی او آتومی فزیک

دفزیک پوهنځی درسی پروګرام دلیسانس دوری لپاره څلورکاله دی. چی په ټوله کی اته سمستره او۱۵۲ درسی کریدیته دی. .

 د فزیک  پوهنځی لیدلوری

کله چی په کال ۱۳۹۵کی د زمری په میاشت کی دفزیک پوهنځی دیوه خپلواک پوهنځی په توګه دساینس دڅلوروڅانګوڅخه رابیل شو،نود دغه پوهنځی دمشرتابه له لوری یوښه اواغیزمن لیدلوری په پام کی ونیول شو. ترڅوددرس اوتدریس کیفیت لوړدسیمې اونړیوالومعیارونوسره یې بربراو هم غږی کړی.دفزیک دپوهنځۍ لیدلوری دادی چې په راتلونکې کې داپوهنځۍ دسیمې اونړۍ په ګچه په یو معیاری اوټولوته  دمنلووړپه یوپوهنځۍ دعلم اوپوهنیزوڅیړنوپه مرکزبدل شی.هیوادوالو ته دمعاصرساینس او تکنالوژي دزده کړې او څیړنې مرکزشی ترڅو په راتلونکی کی دیوه پیژندل شوی اوپیاوړی پوهنځی په توګه دسیمی اونړی په کچه خپل رول اداکړی.

 د فزیک  پوهنځی ماموریت

زموږ ماموریت هیواداوخپلې ټولنې ته د تکړه په کارپوه اسلامی اوملی ارزښتونوته دوفاداره اومتعهدو متخصصینواوکارپوهانو روزل دی. چی کولای شو خپل ماموریت په دوو برخو وویشو:

  • زموږ ماموریت داغیزمنو ،ښو اودباکیفیته تحصیلی اوڅړنیزو خدمتونووړاندی کول دملی اوټول ګټوپروژو دبشپړولواوترسره کولو لپاره .
  •  دوهم ماموریت مودخپلو کارکونکود وړتیاوولوړول دی. ترڅو معیاری، ښه اوپه اغیزمن ډول خپله دنده  ترسره کړی .

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.