تدارکاتی خبرتیا!

tariq_admin
213

Publish Date

Closing Date

د لوړو زده کړو وزارت اړوند، کابل پوهنتون د ۱۴۰۲ هـ ش کال له مخې د کابل پوهنتون سړکونو شاوخوا کانګریټي جدولونو نصبولو تدارکاتي او د سړکونو جوړولو پروژه لکه: د جامع جومات، څیړنو مرکز، محصلینو پارک، د سید جمال الدین قبر شمال لور، د ریاضیاتو او عامه ادارې پوهنځیو شمال لور، د فوټبال میدان لویدیځ لور، د عبدالله (رض) جامعې ریاست او له مرکزي کتابتون څخه تر کرنې پوهنځي پورې سړکونو جوړولو پروژه په قرار داد ورکوي؛ په شرایطو برابر کسانو ته بلنه ورکول کیږي؛ چې د داوطلبۍ په پورتنۍ پروژه کې چې (MOHE/KU/1402/W/NCB/L1..L2) تشخیصه نمبر لرونکی دی؛ برخه  واخلي. مربوطه آفر ا د شرطنامې سافت د فلش په حافظه کې د کابل پوهنتون تدارکاتو آمریت اړوند د تدارکاتو عمومي مدیریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق ذکر شوې شرطنامې سره سم په تړلي شکل د نوموړې خبرتیا له خپرېدو سره سم تر ۲۱ کاري ورځو پورې له غرمې مخکې په (10:00) بجو د کابل پوهنتون تهیه او تدارکاتو آمریت ته چې د کابل ولایت دریېمې ناحیې اړوند کارته سخي کې د علي آباد روغتون مخامخ موقعیت لري؛ وړاندې کړي، هغه آفرونه چې له ټاکلې نېټې ورسته یا له انترنیټ څخه ترلاسه شوي، وي د منلو وړ نه دي.

د آفر خلاصولو جلسه له خبرتیا ۲۱ ورځو وروسته له غرمې مخکې د کابل پوهنتون تدارکاتو آمریت کې چې د پخواني نقلیه وسایطو تم ځای کې موقعیت لري، د پوست خونې دهلیز په داخل کې ښي لور ته (۵) نمبر خونه کې ترسره کیږي.

په اول لات کې د کابل پوهنتون سړکونو شاوخوا د کانګريټي جدول نصبولو د آفر تضمین اندازه (۲۹۹۴۷۳) دوه لکه نهه نوي زره څلورسوه دري اویا افغانۍ کیږي.

ددوهم لات کې د کابل پوهنتون سړکونو جوړولو د آفر تضمین اندازه (۱۴۳۹۰۷۶) یو میلیون څلور لکه نهه دیرش زره شپږ اویا افغانۍ کیږي، د آفر تضمین د بانګ په تضمین د منلو وړ دی، چې د شرکتونو د آفر خلاصولو په ورځ ګډونوال خپل تضمین له ځانه سره ولري.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۲:۲۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د فورم شمارهP_ 01

د لوړو زده کړو وزارت اړوند کابل پوهنتون ریاست د ۱۴۰۲هـ ش کال له مخې د جامع مسجد، د څیړنو مرکز، د محصلینو پارک شاوخوا، د سیدجمال الدین مقبرې شمال لور، د عامه ادارې او . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۴:۵۷
Background image

تدارکاتی خبرتیا!

د فورم شمېره P_ 01

د لوړو زده کړو وزارت اړوند، کابل پوهنتون د ۱۴۰۲ هـ ش کال له مخې په دوو لات کې د کابل پوهنتون   لیلیې د دیوالونو رنګول، موکیت فرش او اوبو رسولو سیستم جوړولو پروژه په . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

تدارکاتی خبرتیا!

د لوړو زده کړو وزارت اړوند، کابل پوهنتون د ۱۴۰۲ هـ ش کال له مخې د کابل پوهنتون سړکونو شاوخوا کانګریټي جدولونو نصبولو تدارکاتي او د سړکونو جوړولو پروژه لکه: د جامع جومات، څیړنو مرکز، . . .

Back to tenders

گالری رسانه

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم