اوسنی حالت
د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی د هېواد په تحصیلی نظام کې له مهمو او بنسټیز پوهنځیو څخه شمېرل کېږي او د ارواپوهنې، روزنیزو علومو او ټولنیز کار په برخو کې د هیواد په سطحه مسلکي بشري ځواک په روزنه کې مهم او اغېزناک رول لوبوي. دغه پوهنځی د ټولنې د علمي کچې د لوړولو او د هېواد د تحصیلی اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د خپلو علمي اوتحصیلی مأموریتونو په چوکاټ کې فعالیت کوي.
دا مهال، د روانشناسي، پیداګوژۍ، ښوونیز مدیریت، ښوونیز پلان او پالیسۍ، او ټولنیز کار دیپارتمنتونه د دې پوهنځي په تشکیلاتي جوړښت کې فعال دي او د لیسانس په کچه اړوند تحصیلي پروګرامونه وړاندې کوي. سربېره پر دې، دغه پوهنځی د ماسټري (فوقلیسانس) په کچه درې تحصیلي پروګرامونه لري چې پکې ښوونیز مدیریت، روانشناسي، او ښوونیز پلان او پالیسۍ شامل دي. اوس مهال، د دې پوهنځي ۳۰ تنه علمي کادر غړي د تدریس، څېړنې او محصلانو ته د تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې تحصیلی خدمتونه وړاندې کوي.
د فزیکي امکاناتو له پلوه، د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی خپلې اداري او تدریسي چارې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي سره په ګډ تعمیر کې پر مخ وړي. دغه پوهنځی د مناسبو درسي خونو، د کنفرانس خونو، د دیپارتمنتونو د آمرینو او د علمي کادر د غړو لپاره د کاري دفترونو، کمپیوټرلب، د روانشناسي لابراتوار، او یوه نسبتاً مجهزه کتابتون څخه برخمن دی چې له ۲۵۰۰ جلده څخه زیات کتابونه لري او د تدریس او څېړنې د بهیر د ملاتړ لپاره ترې استفاده کېږي.
د تحصیلی کیفیت د لوړولو او د اکادمیک نظام د پیاوړتیا په موخه، په دې پوهنځي کې لاندې اته دایمي کمېټې منظم فعالیت کوي. د کیفیت د لوړولو کمېټه، د ستراتېژیک پلان کمېټه، د څېړنې کمېټه، د نظم او ډسپلین کمېټه، فرهنګي کمېټه، د آزموینو کمېټه، د الکترونیکي زدهکړو کمېټه، او د نصاب کمېټه. همدارنګه، د محصلانو د نمرو د ترانسکریپت د ارزونې او کنټرول فرعي کمېټه هم د اړوندې لایحې له مخې په منظم ډول فعالیت لري.