اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دائر شو
د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.
په دې سيمينار کې مالي او اداري مرستیال، آمرینو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.
وینا والو دنده یو ستر مسؤلیت او امانت وباله او په چارو کې یې پر ریښتینولۍ، اخلاص، اطاعت او ژمنتیا ټینګار وکړ.
دا سيمينار د اداري چارو د لا سمون، د پلانونو د تطبیق او ښه خدماتو وړاندې کولو په موخه دائر شوی و.
