د ا.ا.ا محترم رئیس الوزراء په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام د پیاوړتیا غونډه کې ګډون وکړ

د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند حفظه الله د هېواد تحصیلي نظام پر کیفیت لوړونه، د تدریس ښه والي، اصلاحاتو راوستلو، د لوړو زده کړو پر پرمختګ او پراختیا ټینګار وکړ، همداراز يې استادانو او علماءکرامو ته په خطاب کې وويل: ستاسو دنده، چې تدریس او د ځوانانو روزنه ده، جاریه صدقه او تر ټولو غوره دنده ده.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له محترم رئیس الوزراء حفظه الله نه مننه وکړه چې غونډې ته يې تشریف راووړ او ویې ویل د ا.ا.ا د مشرانو مسؤلینو له لوري زموږ هڅونه موږ ته د لا ښه خدمت انرژي راکوي.
همدا راز د کابل پوهنتون رئيس ښاغلي دکتور اسامه عزيز په دې پوهنتون کې د علمي او اداري پرمختګونو او لاسته راوړنو اړوند معلومات وړاندې کړل، او وروسته له دې محترم رئيس الوزراء حفظه الله د کابل پوهنتون د افغانستان پېژندنې مرکز او ځينو برخو څخه له نږدې لیدنه وکړه.