د کابل پوهنتون رییس د چین هیواد له لوري د دې پوهنتون لپاره جوړې شوې ودانۍ څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۶:۱۲
ku

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د روان کال د سرطان په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال او یو شمېر اداري کارکوونکو یې ملتیا کوله د چین هیواد له لوري د کابل پوهنتون لپاره د جوړې شوې ودانۍ د تر سره شوي کار له څرنګوالي څخه د څارنې په موخه لیدنه وکړه او د دې پروژې د کار ارزونه یې وکړه.

دا ودانۍ د ۴۰ تدریسي خونو او ۱۵۰۰ کسانو د ظرفیت تالار لري، چې د یو چینايي شرکت له لوري جوړه شوې ده او په پام کې ده په نژدې راتلونکې کې د افغانستان دولت ته په واک کې ورکړل شي. دا ودانۍ د کابل پوهنتون په لویديځه برخه کې په ۱۸۹۰۰ متره مربع مساحت  سره په څلورو پوړونو کې د لوړو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړه شوې او د غونډو تالار د ګرمېدو، روغتیا او تخنیکي سیسټمونو درلودونکی دی.  د دې پروژې کار په ۱۳۹۶ د تلې په ۱۸ نېټه د چین خلق جمهوریت په مالي مرسته په اته دېرش میلیونه او څلور سوه او شپېته زره امریکايي ډالرو په لګښت د چینايي شرکت MCC19 له لوري پیل شوی وو، چې په نژدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۳۹
Background image

د متقاعد استادانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو متقاعدو استادانو د ارزښتناکو خدمتونو او کړنو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د متقاعدو استادانو پر علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: