د کابل پوهنتون پنځو ممتازو فارغانو ته ځانګړې ډالۍ او د دندو ژمنه ورکړل شوه
د کابل پوهنتون د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ۲۲ پوهنځیو ۲۵۰۰ فارغانو له ډلې هغه پنځه محصلین چې د ټول پوهنتون په کچه یې له لومړۍ تر پنځمې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او عمومي ممتاز فارغان پېژندل شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون له لوري په ځانګړو ډالیو ونازول شول.
همدارنګه د کابل پوهنتون د محصلانو په فراغتغونډه کې د اوبو او انرژۍ محترم وزیر مولوي محمد یونس اخندزاده دغو پنځو ممتازو فارغانو ته د خپل وزارت په چوکاټ کې د دندو ژمنه وکړه.
نوموړي وویل: «دغه فارغان سر له سبا زما د وزارت کارکوونکي دي؛ کولای شي وزارت ته راشي او خپلې دندې پیل کړي.»
