په کابل پوهنتون کې د تضمین کیفیت د نویو چک لېستونو او د اعتبار ورکولو سند ساتلو په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۱
28

د تضمین کیفیت د نویو چک لېستونو او د اعتبار ورکولو سند ساتلو په اړه روزنیز ورکشاپ چې د روان کال مرغومي میاشتې په ۵ مه نېټه پیل وو، د مرغومي په ۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

پدغه ورکشاپ کې د پوهنتون  مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، دیپارتمنتونو آمرینو، د پوهنځیو د تضمین کیفیت کمېټو مسئولینو او همدارنګه د پوهنتون اداري څانګو آمرینو ګډون کړی وو.

ددغه ورکشاپ موخه د تضمین کیفیت د نویو چک لېستونو او د اعتبار ورکولو سند ساتنې د جزئیاتو په اړه د ګډونوالو بلدتیا او ظرفیت لوړول دي.

د روکشاپ د پای په مراسمو کې د پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د تضمین کیفیت او د اعتبار ورکولو سند ساتل د پوهنتون لپاره یو تلپاتې او مهم کار وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې یاد ورکشاپ د ګډونوالو لپاره ښه او اغېزمن تمام شوی وي.

یاد ورکشاپ د کابل پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت او د استادانو د مسلکي ودې آمریت (PDC) لخوا دائر شوی وو.  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: