د کابل پوهنتون رئيس چين ته سفر وکړ

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۳:۹
3549

د ١٤٠٢ لمریز کال د ليندۍ د مياشتې په ١٨مه نيټه د کابل پوهنتون رئيس ښاغلي دکتور اسامه عزيز د چين تايووان تکنالوژي پوهنتون په رسمي بلنه د چينايي ژبې نړيوال درې ورځني کنفرانس کې د ګډون په موخه د چين بيجينګ ښار ته سفر وکړ، چې د بهرنيو ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئيس ښاغلي پوهاند دکتور ګل محمد باسل او د چينايي ډيپارټمنټ آمر ښاغلي حميد غلامي يې هم ملتیا کوله.

په ياد کنفرانس کې د نورو ګډونوالو ترڅنګ د نړۍ د پنځوسو پوهنتونونو استازو برخه اخيستې وه.

د پوهنتون رئيس په ياد کنفرانس کې د ګډون تر څنګ د چين ټايووان ټکنالوژي پوهنتون له محترم رئيس سره د هغه په دفتر کې وکتل. په دې ملاقات کې دواړو اړخونو په ګډې همکارۍ باندې تاکيد وکړ او موافقه وشوه چې د کابل پوهنتون او تايووان تکنالوژي پوهنتون ترمينځ د ګډې همکارۍ ساحه به د ژبو او ادبیاتو ترڅنګ، د طبيعي علومو او تکنالوژۍ ساحو ته هم وغځيږي. په دې ملاقات کې د کابل پوهنتون رئيس له تايووان پوهنتون څخه مننه وکړه چې افغان محصلينو ته يې په خپل پوهنتون کې د تحصيل زمينه برابره کړې ده.

د کابل پوهنتون رئيس په تايووان پوهنتون کې افغان محصلينو سره هم وکتل، د هغوی حال يې واخيست او د هغوی غوښتنې يې د اړوند پوهنتون له رئيس سره شريکې کړې.

د يادونې وړ ده د چين تايووان پوهنتون او کابل پوهنتون د ګډې همکارۍ تفاهمليک لاسليک کړی او په نږدې راتلونکې کې به د دې همکارۍ ساحه لاپراخه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: