د ځمکپوهنې پوهنځي د پسرلني کرکټ تورنمنټ اتلولي خپله کړه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۰:۲۴
564

د ورزشي آمریت د پلان مطابق د تورنمنټونو لړۍ چې په روان کال کې یې ترسره کوي؛ ‌داځل د پسرلني کرکټ تورنمنټ د دثور میاشتې له ۲۷ نېټه کابل پوهنتون پوهنځيو ټیمونو ترمنځ دایر شو.

له ټیمي مرحلو وروسته د  ژبو او ادبیاتو او  ځمکپوهنې پوهنخي ټیمونو ددې سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه؛ په ټیمي مرحلو کې د محصلینو دروسو ته په پام یادو سیالیو کې ۸ اورونو ولوبول شول.

یواځې ددې سیالیو پای لوبه په لسو اورونو ترسره شوه؛ لومړی د ځمکپوهنې پوهنځي پچه و ګټله او توپ وهنې پرېکړه یې و کړه؛ چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ټیم ته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه.

په پای کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ټیم په ټاکلو لسو اورونو کې ټاکلی هدف پوره نه کړ؛ او په ۷ منډو یې پای لوبه د ځمکپوهنځي ټیم ته وبایلله؛ په همدې توګه د ځمکپوهنې پوهنځي د یاد سیالیو اتلولي خپله کړه.

د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي د سیالۍ په لړ کې  د ورزشي امریت مسؤلین، د یادو پوهنځیو استادان او  لوبغاړي وهڅول او هغوی یې وستایل.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې پخوا د والیبال پسرلني تورنمنټ هم په کابل پوهنتون کې ترسره شوی وو؛ چې د دکرنې پوهنځي د والیبال ټیم یې اتلولي خپله کړه؛ ددې سیالیو موخه د کابل پوهنتون غوره شوي ټیم ته د غوره ورزشي چهرو پیژندل بلل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

الله (ج) د عصري علم په لاره کې د انسان مرسته کوي، تر څو هغه شیان چې انسان پرې نه پوهېږي، په هغو علم ور نصیب کړي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو شورا مرستیال

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ل کال د محصلینو فراغتغونډه

قدرمنو محصلینو! بختور یاست چې علم مو ترلاسه کړ، ځکه د علم په واسطه په ټوله نړۍ حکومت کولی شئ. الله (ج) له مسلمان سره د علم په اسبابو کې مرسته کوي.
شیخ ظاهر خان خادم 
د کابل ولایت علماوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: