د ملي تدارکاتو ملي ادارې پلاوي د کابل پوهنتون له رییس سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۷:۲۴
ku

د ملي تدارکاتو ادارې پلاوي د کابل پوهنتون د تدارکاتي ستونزو د ارزونې په موخه د دې پوهنتون له رییس دکتور محمد عثمان بابري سره وکتل.

دا لیدنه، چې د ۱۴۰۰ ل.ل د وري په درېمه نېټه تر سره شوه، د کابل پوهنتون مالي او اداري سرپرست مرستیال الله داد سلیم، د دې پوهنتون د تدارکاتو برخې امر او کارمندانو هم شتون درلود، د تدارکاتو ملي ادارې پلاوي سره یې د کابل پوهنتون د تدارکاتي سیسټم په غوره والي یې هر اړخیزې خبرې وکړې. د کابل پوهنتون رییس پوهاند بابري پدې لیدنه کې په خپلو خبرو کې  یې د دې پوهنتون د تدارکاتو برخې د ستونزو او ننګونو څخه یادونه وکړه او د تدارکاتو ملي ادارې له پلاوي څخه یې وغوښتل، چې د کابل پوهنتون د دې ستونزو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي. وروسته د تدارکاتو ملي ادارې پلاوي وعده وکړه، چې تر دې وروسته به د کابل پوهنتون د تدارکاتو سیسټم د غوره والي لپاره یې د دې پوهنتون سره د همکاري وعده وکړه. د تدارکاتو ملي ادارې د خصوصي سکټور ظرفیت تصدیق رییس امان الله نیازي وویل، چې د کابل پوهنتون د تدارکاتي سیسټم په غوره والي په موخه یې اړینې طرحې او وړاندیزونه تیار کړي دي او هغه د پوهنتون د دې برخې مسوولینو سره شریکوي تر څو هغوی وکولای شي د دې طرحو او وړاندیزونو په رڼا کې خپل کارونه تر سره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د کابل پوهنتون پنځو ممتازو فارغانو ته ځانګړې ډالۍ او د دندو ژمنه ورکړل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ۲۲ پوهنځیو ۲۵۰۰ فارغانو له ډلې هغه پنځه محصلین چې د ټول پوهنتون په کچه یې له لومړۍ تر پنځمې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او عمومي ممتاز فارغان پېژندل شوي وو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو د DARP MIS ورکشاپ دایر شو

د «DARP MIS » یا د استادانو د ګمارنۍ او علمي ترفعیاتو برېښنایی سیسټم تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنيز ورکشاپ دایر شو.

دغه پرمختللی آنلاین پلیټ فارم چې د هر ځای څخه د لاس رسي وړ دی، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: