د افغانستان پر ځان بساینې لپاره نړیوال زرغون انقلاب کنفرانس د پیژندنې لومړۍ غونډه ترسره شوه

tariq_admin
Wed, Sep 13 2023 4:47 PM
315

د روان کال وږي میاشتې په ۲۲ نېټه د چهارشنبې د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بساینې لپاره د نړیوال زرغون انقلاب کنفرانس د پېژندنې لومړنۍ غونډه چې په پام کې ده د روان کال په پای کې د کابل پوهنتون لخوا جوړ شي ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرسیتال، د کابل پوهنتون رهبرۍ، د خصوصي پوهنتونو او خصوصی سکتورو استازو، د خصوصي سکتور مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې رئیس، د اصلاح شوي تخمونو اتحادېې استازي، د آغاخان بنسټ استازي، د IRC موسسې استازي، د پوهنځيو رئیسانو او محصلینو پکې برخه اخیستې وه.

ددې کنفرانس د پېژندنې اساسي موخه د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بساینې لپاره د نړیوال زرغون انقلاب جزیاتو پېژندنې تر څنګ د یاد کنفرانس د ژر ترسره کېدو لپاره د شریکانو او ملاتړو د نظرونو وړاندې کول وو.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د یاد کنفرانس په پیل کې خبرې وکړې او لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت او د خصوصي برخو له ګدونوالو څخه یې مننه وکړه. نوموړي د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان د بساینې لپاره د نړیوال زرغون انقلاب کنفرانس خورا مهم یاد کړ او له متخصصینو، کارپوهانو، د پوهنتون استادانو او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې په دې برخه کې د کابل پوهنتون سره خپل مسلکي نظرونه شریک کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي دکتور لطف الله خیر خواه د ټولنې اړینو مسائلو لپاره د متخصصینو او استادانو راټولېدل، مشوره ورکول او نظرونه وړاندې کول د علمي پرمختګ نښانه یاده کړه او ټینګاریې وکړ چې په دې کنفرانس کې به بهرني کارپوهان او استادان هم برخه واخلي او باید د هغه په اړه پوره غور وشي.

د پېژندنې په یاده غونډه کې د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي صفی الله جوهر د پرزنتشن په وړاندې کولو سره د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بساینې لپاره د نړیوال زرغون انقلاب کنفرانس په پېژندنه، موخو او جزیاتو خبرې وکړې. ګډونوالو د زرغون انقلاب کنفرانس په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او پوښتنې مطرح کړې چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځېدې.

Latest news

Thu, Aug 13 2026 8:57 AM
Background image

Graduation Ceremony - Class of 2026

Almighty Allah assists humanity in the pursuit of modern education, thereby granting individual intellect regarding phenomena previously beyond human comprehension.

Deputy Head of the. . .

Wed, Aug 12 2026 3:49 PM
Background image

Graduation Ceremony - Class of 2026

Honorable students, you are fortunate to have acquired knowledge, as it enables you to govern the entire world. Almighty Allah assists Muslims in obtaining the means of knowledge.

Shei. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.