کابل پوهنتون کې (دهېواد روان وضعیت ؛ فرصتونه او ننګونې) تر عنوان لاندې علمي څېړنیز کنفرانس دائر شو
دلوړو زده کړو وزارت په ملتیا د کابل پوهنتون زده کړه ییز ادیتوریم کې د ا.ا.ا د واکمنۍ یو کلن مزل پوره کېدو او د هېواد د روان وضعیت ؛ شته فرصتونه او ننګونې تر عنوان لاندې علمي څېړنیز کنفرانس دائر شو.
په دې کنفرانس کې دلوړو زده کړو وزیر، علمي مرستیالانو، دمهاجرینو چارو وزیر، د ا.ا.ا ویاند، دکار او ټولنیزو چارو وزیر، د اقتصاد وزارت مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت استازو، کارپوهانو، دپوهنتون استادانو او زده کړیالانو پکې ګډون کړی وو.
نوموړی کنفرانس دکابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز په وینا پیل شو، نوموړي راغلو میلمنو ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل: دالله ج په فضل د افغانستان خلکو د سپیڅلي جهاد ۲۰ کلنه مبارزه په بریالیتوب پای ته ورسیده، اوس زمونږ دنده ده، چې داسلامي نظام دپایښت لپاره د سپیڅلي جهاد په څیر قرباني ورکړو، نه تنها دا مسوولیت دنظام د چارواکو دی، بلکې دټولنې وګړي هم پکې رغنده رول لوبولی شي، علمي او مسلکي کدرونه باید په ګډه کار وکړي، تر څو دنظام او خلکو ترمنځ واټن کم او اړیکې لا غښتلې کړي.
ښاغلي عزیز زیاته کړه: دپوهنتونو او تحصلیي نهادونو مسوولیت دادی، چې د هیواد په لویو مسایلو کې دقت او څېړنه وکړي، چې له نیکمرغه کابل پوهنتون په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی او زیاتې هڅې یې کړې، چې په کم وخت سره یې وکولای شول، د طبیعي پېښو، روغتیا، چاپیریال ساتنې او کرنې برخو کې نویې او مشخصې طرحې ترتیب او اړوند لوریو سره شریکې کړې دي، او په راتلونکو کې به دهیواد په اساسې او مهمو مسایلو کې لازیاتې څړنیزې او علمي هڅې تر سره کړي، چې نوموړی علمي کنفرانس یې غوره بیلګې په توګه یادولی شو.
دده په وینا: افغانستان د پیشرفت لپاره غوره فرصت لري، ځکه چې له پوره امن او ازادۍ څخه برخمن دی او له دې تاریخي فرصت څخه باید پوره ګټه واخیستل شي.
وروسته د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په اوسنیو شرایطو کې د علمي کنفرانسونو دائرول ډیر مهم او حیاتي وباله، او زیاته یې کړه، چې د اکاډمیک او تحصیل کړي نسل دنده همدا ده، ترڅو د هیواد د مشکلاتو په حل کې څیړنې وکړي، منطقي او اصولي حل لارې ومومي.
موږ باید داخلي ظرفیتونه داسې لوړ کړو، چې دهیواد ټول مشکلات له داخلي سرچینو حل کړي او د بهرنیانو مرستې ته اړتیا پیدا نشي.
داسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد پخپل نوبت خبرو کې دکابل پوهنتون رهبرۍ له خوا د یاد کنفرانس په لاره اچول غوره اقدام وباله او زیاته یې کړه، په اوسني شرایطو کې دعلمي کنفرانسونو دائرول علمي نهادونو او پوهنتونو مسوولیت دی.
ښاغلي مجاهد وویل: دعلمي کنفرانسونو دائرول د دې باعث کېږي، چې په ځینو مشکلاتو زیاته څیړنه وکړو، فرصتونه مشخص او د ننګونو د مخنیوي لپاره لازمې کړنلارې څخه کار واخلو، چې د کابل پوهنتون نوموړی نوښت په دې برخه کې د قدر وړ دی.
همدارنګه دحقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت، څیړونکی او لیکوال عبدالجبار بهیر، دبهرنیو چارو وزارت اقتصادي چارو رئیس شفیع اعظم، سیاسي کارپوه دوکتور ذاکر جلالي، د کار او ټولنیزو چاررو وزارت مرستیال، اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري د اجنډا اړوند په مشخصو موضوعاتو په تفصیل خبرې وکړې.
د کنفرانس په آخر کې دکابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي د انرژۍ او ذخایرو، د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل داکتر محمدولي سالاري په اوسنۍ او سنتي کرنه او دهغه په اهمیت، د چاپیریال ساتنې پوهنځي رئیس پوهندوی محمد داود شیرزاد د افغانستان د اقلیمي بدلون او دهغه په زیانونو څړنیزه مقاله ګډونوالو ته واوروله.
یاد کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه په وینا او د کابل پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي معلم احمد حقاني په دعایه ختم شو.