په کابل پوهنتون کې دیني ــ علمي سیمینار دائر شو

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۴ - ۱۰:۴۴
546

نوموړی سمینار د هېواد تحصیلي نظام دیني، عقیدوي او علمي ارزښتونو د  لاغښتلي کېدو په موخه د لوړو زده کړو وزارت لخوا ترسره شو. پدې سمینار کې له ۹۰۰ څخه زیات شمیر د کابل پوهنتون ،  طبي علومو، پوليتخنیک، ښوونې او روزنې پوهنتونو نو استادانو برخه اخیستې وه.

د یاد سمینار د غونډې په شروع کې لوړپوړي چارواکو له ډلې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفی، دلوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ نداء محمد ندیم او د ا.ا.ا ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد هم برخه اخیستې وه.

لومړی دلوړو زده کړو علمي معین ښاغلي لطف الله خیرخواه د یاد سیمینار د دایریدو په موخه، ارزښت، اړتیا او جزیاتو په اړه د ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

وروسته د ریاست الوزراء اداري مرسیتال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي  په ټولنه کې د  پوهنتون داستادانو  رول مهم یاد کړ او له هغوی څخه یې  غوښتنه وکړه، ترڅو په اسلامي عقیده او روحیه د ځوان نسل په روزنه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.

مولوي حنفي زیاته کړه:

(دنظام رهبري د هیواد تعلمي او تحصیلي بنسټونو د ملاتړ په برخه کې پوره ژمنتیا لري او هیڅ ډول هڅې او کوښښونه به  ونه سپموي.)

همدارنګه دلوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي مولوي شیخ نداء محمدندیم د نوموړي سیمینار په اړه په خبرو کې وویل:

(ددې سیمینار اصلي موخه دهیواد په تحصیلي بنسټونو کې د علماوو او علمي کدرونو تر منځ نیږدیوالی دی، موږ هیله لرو چې استادان له دې فرصت څخه په ګټه اخیستنې د نظام  تګلارو او موخو په حقیقت پوه شي.)

 دلوړو زده کړو سرپرست وزیر په وینا په پام کې لري، دا ډول سیمینارونه په راتلونکي کې د ولایاتو پوهنتونو کې هم ترسره شي.

دا.ا.ا ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په نوموړې غونډه کې د رسنیو په وړاندې د اوسني نظام په دریځ خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د نظام مسؤلین د خلکو لپاره ځواب ویونکي دي او په دې برخه کې به لا هڅې وکړي.

په پام کې ده په دې  (۳) ورځني سیمینار کې به منل شوي دیني علماء او شیوخ ددیني، علمي موضوعاتو او مسایلو اړوند معلومات استادانو ته وړاندې کړي او وروسته به استادان د وړاندې شوې موضوعاتو او معلوماتو په اړه بحثونه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم