د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت له لوري د «کمال خان بند د کرنیزې غوړېدا، اقتصادي پراختیا او حقوقي-سیاسي مسایلو ارزونه» تر عنوان لاندې علمي سمینار جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۸
ku

د روان ۱۳۹۹ د کب په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کمال خان بند د کرنیزې غوړېدا، اقتصادي پراختیا او حقوقي- سیاسي مسایلو ارزونه د کابل پوهنتون د استادانو او رهبري په نوښت په داسې حال کې، چې د لوړو زده کړو وزیر، د وزارت علمي مرستیال او همدارنګه د هیواد دولتي او خصوصي دولتي پوهنتونونو مسوولینو او محصلینو په ګډون په انلاین ډول ګډون درلود، په درې برخو کې علمي ویناوې، د موضوع اړوند علمي څېړنیز کنفرانسونه او د اوبو د ارزونې مسایلو اړوندو موضوعاتو د دوه کتابونو مخکتنې په ګډون علمي سمینار د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په تالار کې جوړ شو.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري د دې سمینار په پرانیسته کې خبرې وکړې او اوبه یې د بشریت او طبیعیت لپاره حیاتي منبع یاده کړه ویې ویل: د اوبو مدیریت په ځانګړې توګه د کمال خان بند په اقلیم، اقتصاد، کرنې او په ټولنیز ژوند مهم او حیاتي اغېز لري. پوهاند بابري د هیواد له ولسمشر څخه د هیواد د اوبو سرچینو ته پاملرنه او په پوهنتون کې د علمي څېړنو باندې ولاړو لار ښوونو څخه مننه وکړه او په اړونده برخه کې یې د پوهنتونونو د علمي څېړنو تر سره کول مهم او د کابل پوهنتون یې پدې برخه کې د زیاتو علمي څېړنو تر سره کولو لپاره متعهد وباله.

د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر له کابل پوهنتون څخه د علمي څېړنو او د دې سمینار د جوړولو په خاطر د مننې ترڅنګ هیله وښوده، چې د کمال خان بند د موضوع او پرانیستې په اهمیت، د مدیریتي مکانیزم ارزونې په موخه څېړنیز فرصت او سیمه ییز او نړۍ وال چلند هم برابر شي. دکتور بصیر وویل په داسې حال کې، چې د هیواد ۸۰ سلنه اقتصاد مو په کرنه او اوبو پورې تړلای دی او له دې سره سم د وړاندوینو له مخې تر ۲۰۲۶ کال پورې اوبو ته اړتیا شپږ برابره زیاتیږي له یو لوري او له  بل لوري هر کال د اوبو منابع کمښت پیدا کوي. په ننني سیاست کې د اوبو مسئله یو د بحث وړ مسایلو څخه شمېرل کیږي او اړتیا ده پدې برخه کې بنسټېیزې مطالعې او څېړنې تر سره شي او له بل لوري دې د دولت رهبري هم زیاته بنسټیزه او موخییزه پاملرنه هم وکړي. دکتور بصیر زیاته کړه، چې په خوښي سره د هیواد د لوړو زده کړو وزارت اوس څېزنیز محوره حالت تر لاس لاندې نیولای دی، چې د کابل پوهنتون د دې علمي سمینار جوړول یې لومړي ګامونه او د دې موضوع ښکارندويي کوي.  

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي پدې سمینار کې مدیریتي بحث یې د نړۍ په کچه یو له مهمو بحثونو څخه وباله او ویې ویل: حکومتونه، چې په هره اندازه د اوبو له بحثونو سره نږدې او تعامل کې وي په هماغې اندازه اوبه مدیریت شوې او له دې لارې اقتصادي فقر به کم شي. ښاغلي بالاکرزي د هیواد د پوهنتونونو بنسټیز رول یې د موخه ییزو څېړنو او پوهاوي په برخو کې مهم وباله او په صرفه او مفيدې ګټې اخیستنې لپاره یې د دې بنستونو رول د پام وړ ګټور وباله.

د دې برنامې په بله برخه کې څلور موضوعاتو سمینارونه: « بند کمال خان ضرورتی برای اجرایی شدن معاده ۱۳۵۱ راجع به آب هلمند و دومی معاهده آب هلمند از امضاء تا اجرا؛ چالش‌ها و راهکارها» موضوع د کابل پوهنتون استاد پوهندوی نجیب اقافهیم « ارزیابی منابع آبی حوزه هلمند و نقش بند کمال خان» د محمد نعیم اقرار او همدارنګه «د افغانستان په اوبو د اقلیمي بدلونونو اغیزې» د کابل پوهنتون د ځمک پېژندنې پوهنځي رییس پوهاند عبدالغیاث صافي له لوري پرې څېړنې شوې وې، چې د برنامې ګډونوالو ته وړاندې شوې او وروسته دوه عنوانه کتابونو «پلانگذاری و دیزاین بندها» د پوهنوال دکتور عبدالقیوم کریم اثر او «منابع، سیاست و ساختار نهادهای آبی افغانستان» د پوهاند محمد نعیم اقرار اثر مخکتنه وشوه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم