د پوهنځي په اړه

ریاضیاتو پوهنځی دهېواد په کچه دیوې مهمې څانګې په توګه په ۱۳۲۱ لمریز کال د فزیک سره یوځای د ساینس پوهنځي په چوکاټ کې منځ ته راغله. د ساینس پوهنځي د مخینې له پلوه د کابل پوهنتون د طب او حقوقو له پوهنځیو څخه وروسته درېیم پوهنځی ده. هغه مهال د ساینس پوهنځي دوو څانګو (ریاضی او فزیک) او (کمیا او بیولوژي) لرونکی وو. 

په ۱۳۴۸ لمریز کال کې دساینس پوهنځی اکادمیک جوړښت بدلون وموند او پورتنۍ هرې څانګې په ځانګړي یا مستقل ډول په فعالیت پیل وکړ.  ورپسې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ساینس پوهنځي پورتنی هره څانګه په پوهنځي بدله شوه او په فعالیت یې پیل وکړ .

په دې وروستیو کې د ریاضیاتو پوهنځي، کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ د ځانګړی پاملرنې په پایله کې د لیسانس په کچه د شپې پنځه کلن او دماستری دورې دوه کلن پروګرام په رسمي ډول پیل شو او محصلین د امتحاناتو ملی کمیتې له  لوری یادو برنامو ته را پېژندل شول.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم