د تدریس میتودونه

د دغې پوهنځۍ تحصیلي نصاب د لومړي ځل لپاره د ملي او نړیوالو وترنر متخصصینو لخوا ترتیب شوی وه، چې په هغه وخت کې یې د ټولنې ټولې غوښتنې ځوابولې. د وخت په تیریدو او په ساحه کې د شته ستونزو په نظر کې نیولو سره او همدا رنګه د مسلک پرمختګ نړیوالې کچې ته، یاد نصاب څو ځله نوی شو او لازم تغییرات پکې داخل شول.

د نوي شرایطو په راتلو او له لوړو زده کړو وزارت څخه د افغاني او نړیوالې ټولنې په غوښتنې سره چې درسي نصاب، د تدریس نوي طریقي او همدارنګه د نویو او لازمو درسي کتابونو چاپ باید آماده شي، د وترنري علومو پوهنځۍ مسوولین وهڅول شول، تر څو یو ځل بیا درسي نصاب نوي او لازم تغییرات پکې راولي. د دغه کار لپاره د مسلکیانو، فارغانو او ټولو هغو سکتورونو څخه چې مسلک سره نږدې اړیکې لري د یوې پوښتنپاڼې په ترڅ کې وړاندیزونه او نظریات راټول شول. د پوښتنپاڼې پایلې په یو درې ورځنې ورکشاپ کې چې د وترنري علومو په پوهنځۍ کې نیول شوی وه، تر هر اړخیزه بحث لاندې ونیول شوې. همدا رنګه له هغو فارغانو سره چې له هیواد څخه بهر په لوړو زده کړو بوخت ول، د نصاب په هکله بحث وشو او د هغوي د وړاندیزونو په نظر کې نیولو سره په نصاب کې لازم تغییرات راغلل او په همدې وخت کې تر ټولو مهم کار دا وشو، چې په شته نصاب کې د پوهنځۍ د استادانو په مرسته د کریدت سیستم تنظیم شو.

په اوس وخت کې د پوهنځۍ د نصاب کمیټه د پوهنځۍ د څانګو او ټولو استادانو په مرسته غواړي چې درسي نصاب په درې بیلابیلو لنډمهاله، منځ مهاله او اوږمهاله پړاونو کې یو ځل بیا نوی کړي. لومړي مرحله یې د استادانو په مرسته ترسره شوه او د پوهنځۍ کریکولم او درسي نصاب د  OBEپه زده کړیز سیستم اعیار شو. درسي نصاب باید په هرو څو کلونو کې محلي او نړیوالو شرایطو ته په کتو سره نوی شي، په همدې خاطر د وترنري علومو پوهنځۍ پلان لري چې نور نوي تغییرات په کریکولم او نصاب کې داخل کړي، خو دغه تغییرات او نوي کول کافي وخت او مالي بودیجې ته اړتیا لري.

لرلید

د وترنري علومو پوهنځۍ لرلید د کار د غوښتنې، معایري تدریس، په مسلک کې علمې څیړنې او د پایلې په پام کې نیولو سره د زده کړې د کیفیت لوړول او په ټوله کې په ملی او نړیواله کچه د یوې مخکښې موسسه په نامه پیژندل دي.

موخې

د وترنري علومو پوهنځۍ موخې په لاندې ډول دي: (۱). ټولنې ته د ځوان او مسلکي وترنرانو وړاندې کول، (۲). د څارویو د روغتیایي کچې او تولیداتو لوړول، (۳). د انسانانو د روغتیايي کیفیت لوړول او له مهمو او خطرناکو ساري ناروغیو څخه د هغوي ساتل، (۴). د غذايي مصونیت او امنیت لپاره د اوږدمهاله برنامو جوړول او او (۵). ټولنې او خلکو ته د وترنري روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي.

ماموریت (رسالت)

په لوړو زده کړو سمبال د علمي او مسلکي کادرونو روزنه، کوم چې لوړ علمي، مسلکي کیفیت او مهارتونه ولري او د هیواد او هیوادوالو غوښتنې مرفوع کړلای شي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم