د تدریس میتودونه
اقتصاد پوهنځي د اقتصاد او مدیریت په برخه کې د علم د لېږد او نویو لاسته راوړنو لپاره له بېلابېلو تدریسی میتودونو څخه استفاده کوي. استادان په نظري او عملي بڼه خپلې درسي چارې د درسی نصاب او مفرداتو سره سم مخته وړي. همدارنګه استادان د مؤثر تدریس لپاره د سلایدونو او نورو کمپیوټري تخنیکونو څخه ګټه اخلي.
پوهنځي د ټولو مضمونونو لپاره د داخلی او بهرني معیارونو سره برابر کتابونه په واک کې لري، او زده کړیالانو ته په سمه او آسانه توګه سره د پوهه لیږد په موخه د هغې معیاري سلایدونه تیار شوي دي. د اقتصاد پوهنځی د معیاري لکچرنوټونو او کتابونو ترڅنګ، په پښتو، دری، انګرېزي، آلماني او روسي ژبو سمبال کتابتون لري، چې زده کړیالان په آزادانه ډول کولای شي له هغې څخه برخمن شي.