د فارمسیوتیک دیپارتمنت

سریزه

دا دیپارتمنت د فارمسی پوهنځی یو له اساسی  دیپارتمنتو څخه شمیرل کیړی. ددغه دیپارتمنت اساسی دنډه محصلانو ته  د بیلا بیلو اولیه موادو لوست او روزنه او په لابراتواری او صنعتی کچه د درملو جوړول دی.

دغه دپارتمنت کی د درملو ټول شکلونه او ډولونه  لکه  جامد ، نیمه جامد ، اوبلن او ګازی اشکال تر مطالعه لاندی نیول کیړی او د  درملیز اشکالو په جوړولو کی د محاسباتو تطبیق، ددرمل جورولو اساسی عملي ، ددرملو د فورمولیشن طرحه،  ددرملو  ترکیب او جوړول او د بایوفارمسیویتک مضمون، صنعت فارمسی ، ددرملو  او طبی تجهیزاتو منجمنت او اداره ، لوستل کیړی. همدا رنګه  د راز راز پورټنیو دوایی اشکالو اړوند عملی کارونو ترسره کول او همدا رنګه د درملو په فابریکو اودرملو د اداره او منجمنت په برخه کی د محصلانو لپاره د ستاژ ترسره کول ددغه دیپارتمنت یوه اهمه ډنده  بلل کیړی. نو له دی کبله ددغه پوهنځی فارغان کولای شی چی د درملتون ، دتولیدی لابراتورونو او همدا راز د تولیدی فابریکو ټولی چاري په سمه ټوګه  سرته ورسی.

لیرلید

ددیپارتمنت  ارتقا اوپرمختگ  د یوه با اعتباره علمی مرکز په ټوګه د متعهدو تخصصی کادرونود روزلوپه برخه کی.  دعلمی څیړنود ترویج او د اکادمیکو خدماتو پیشکش او وړاندیز.

دنده (ماموریت)

 د فارمسی پوهنځی د فارمسیوتیک دیپارتمنت  ددغه پوهنځی دموخو د ترسره کولو په برخه کی  د روزنیز اوڅیړنیزو برنامو له لاری او د خدماتو په وړراندی کولو سره، هلی ځلی کوی  ترڅو د فارمسی د زده کړی لپاره خپل ټول وړتیا او توان وکاروی. دغی مهمی موخی رسیدو لپاره اړینه بریښی چی دیپارتمنت دغه اهداف تعقیب کړی:

  • د معاصری فارمسی په لور خوزښت او  د نړیوالو عالی ملی ستندردونو ته ځان رسول.
  •  کورني او بهرنی علمی ټولنو سره اړیکه نیول
  •  د کورنیو فارمسیوتیکی صنایعو سره په دوامداره ټوګه اړیکه درلودل
  • د زده کړیالانو او فارغینو د علمی سویه د لا زیاتیدو په برخه کی اړین اقدامات
  •   د هیواد په کچه ددرملیزوستونځو د حل په لاره کی څیړنې
  •  د ټولنی د درملو اړوند اړتیاو په هکله علمی او مشورتی ډندوترسره کول
  •  د فارمسی د متخصصینو روزنه د روزني ، څیړني او صنعت په برخو د لاښه خدماتو وړاندیز لپاره

دزده کړو موخې

  •  زدکړیالان ( محصلان) باید د پام وړ معلومات د تولید اړوند سامان آلاتو او  کوم معلومات چی د دوایی اشکالو د جوړیدو لپاره اړینه دی ، ولری.
  •  زدکړیالان باید د مختلفو درملیز و اشکالود جوړولوپه درشل کی د فورمولیشنونو د اجزاوو د محاسبی کولو  وړتیا ولری.
  •  محصلان باید د فارمسی صنایعو په مختلفو برخو لکه  د درملو ترکیب او جوړول، د فورمولیشنونود طرحی او انکشاف کی وړتیا ولری
  •  محصلان ( زدکړیالان) باید د روغتونو د درملتونونو او همدا رنګه د ښاری درملتونونو او د درملو د تدارکاتو د سیستم اړوند چاروپه برخه کی د دنډه ترسره رسولو وړتیا ولری.
  •  په دی ډادمن کیدل چی د فارمسی څانګی محصلان دا وړتیا ولری چی له فراغت نه وروسته، کولای شی د درملو د فورمولیشن په برخه کی ښی څیړنی سرته ورسوی.

 

ددیپارتمنت په کچه موقف

     تحصیلی درجه

                  نوم

شماره

استاد ،   ددیپارتمنت آمره

         لیسانس

        پوهاند ګلالی بابک  

۱

 ددیپارتمنت اکادمیک غړی

         ماستر

       پوهندوی آقا محمد ژکفر

۲

 ددیپارتمنت اکادمیک غړی

      د دکنورا محصل

      پوهنیار محمد کریم حیدر

۳

 ددیپارتمنت اکادمیک غړی

      د دکنورا محصل    

      پوهنمل ویس الدین بدری

۴

 ددیپارتمنت اکادمیک غړی

       ماستر

      پوهنیار امینه احمدی

۵

 ددیپارتمنت اکادمیک غړی

  د ماستری دوره محصل

      پوهنیار عظیم الله ستانکزی

۶

 ددیپارتمنت اکادمیک غړی

  د ماستری دوره محصل

      پوهنیاز نګینه  سبحانی

۷

 تکنیشن

        لیسانس

            رادیلا

۸

 

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو