په کابل پوهنتون کې د اکتوبر له دولسمې د " سپینې امسا (ړندو) نړیواله ورځ " څخه لمانځنه وشوه

ناپیژنده (not verified)
asdfs

Event dates

Event dates -

Location کابل پوهنتون

د روان کال د تلې میاشتې په ۲۳ نېټه په کابل پوهنتون کې د اکتوبر دولسمې «د سپېنې امسا (ړندو) نړۍ والې ورځې څخه د لوړو زده کړو وزارت نوماند داکټر بصیر عباس، د کابل پوهنتون رییس دکتور پوهاند محمد عثمان بابري او مرستیالانو، د عدلیې وزارت مرستیالې دکتور ذکیې عادلي، د بشر حقونو کمیسیون کمشنرې مېرمن بنفشې یعقوبي، د افغانستان د ړندو اتحادیې رییس، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځيو رییسانو، محصلینو او ړندو محصلینو په ګډون د دې پوهنتون د چینایي ژبې او ادبیاتو څانګې په تالار کې و لمانځل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت نوماند دکتور عباس بصیر او د عدلیې وزارت مرستیالې دکتور ذکیې عادلي هر یو په خپل وار سره خبرې وکړې او د سپینې امسا (ړندو) نړۍ والې ورځې د مبارکي او د دې برنامې د جوړېدو له امله د مننې ترڅنګ یې د زده کړه د هر افغان وکړي حق وباله او دولت یې هغو او د لوړو زده کړو ټولو مینه والو ته د زده کړې زمینې په برابرولو مکلف وباله او د کابل پوهنتون ټولو ړندو محصلینو ته یې د څانکړو امکاناتو په برابرېدو یې تاکید وکړ. د لوړو زده کړو وزارت نوماند ښاغلي دکتور بصیر تعهد وکړ ترڅو د لوړو زده کړو وزارت هر ډول شته امکانات د ټولنې دې قشر ته برابر کړي او دکتورې ذکیې عادلي هم « د معلولینو د حقونو او امتیازاتو په اړه نوی قانون تعدیل او چمتو او د تصویب لپاره یې د قانون کمیټې ته د استولو» خبر ورکړ، چې د دې په تصویب او پلي کېدو سره به د هیواد ړندو هیوادوالو او محصلینو ته به غوره او زیات تحصیلي او کاري زمینه او امکانات برابر شي.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د برنامې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د دې برنامې له جوړونکو څخه د مننې ترڅنګ یې په ملي کچه د ړندو وګړو لپاره په پام کې نیول شوي امکانات او تر سره شوو کارونه د قناعت وړ ونه بلل او د لا زیاتو امکاناتو په برابرېدو یې تاکید وکړ. پوهاند بابري وویل: د معلوماتو پربنسټ تر اوسه پورې د هیواد د پوهنتونونو په کریکولم کې د ړندو محصلینو لپاره کوم څه په پام کې ندي نیول شوي ولې مونږ په کابل پوهنتون کې د ړندو محصلینو لپاره د یو برېل کتابتون (يواځې د ړندو محصلینو لپاره کتابتون، چاپ او تکثیر) په هکله خبر ورکړ، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مسوولینو په همکاري برابر شوی دی. پوهاند بابري د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له رییس او استادانو څخه یې د دې کتابتون په جوړېدو کې له همکاري څخه مننه وکړه او د سپېنې امسا نړۍ واله ورځ مبارکي یې ټولو ړندو په ځانګړې توګه د برنامې ټولو ړندو ګډونوال ته ورکړه.

د بشر حقونو کمیسیون کمیشنرې مېرمن فرشته یعقوبي او د افغانستان د ړندو محصلینو د اتحادیې رییس ښاغلي احسان الله فیاض پدې برنامې کې خبرې وکړې او د دې غونډې له جوړونکو څخه یې د مننې ترڅنګ یې د ړندو وګړو د حقونو په تامین او د دولت له لوري یې د غوره زده کړې د زمېنې په برابرېدو تاکید وکړ. دوی هیله وښوده، چې د قانون کمېټې له لوري د معلولینو د حقونو او امتیازاتو په اړه نوی قانون تعدیل، چمتو او تصویب سره به د دوی حقوق زیات تامین، د کار او د غوره ژوند زمینه به برابره شي.

34.517275061632, 69.136007332043

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

More events

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۱:۸
Background image

د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

پداسې حال کې چې په الهي تقدیر او د لوی خدای جل جلاله په رضا باندې باور او عقیده لرو، په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل پوهنتون . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۶:۵۵
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

 

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د انسان پېژندنې او لرغون پوهنې دیپارتمنت استاد پوهنوال . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۹:۳۵
Background image

د کابل پوهنتون رهبرۍ د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

انا لله و انا الیه راجعون

په ډېره ژوره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلی دکتور پوهاند عبدالقدوس راجی لدې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.

پوهاند . . .