لید لوری، مأموریت او موخې
لیدلوری:
د افغانستان او سیمې په کچه د ریاضیاتو په تدریس او زدهکړه، د پوهې په تولید، څېړنه او نوښت کې په یوه مخکښ پوهنځي بدلېدل.
مأموریت:
-
د تدریس، څېړنې، تحصیلي بورسونو او لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو له لارې، د منل شویو علمي معیارونو او معاصرې ټکنالوژۍ په کارونې سره، د استادانو د پوهې او علمي ظرفیتونو لوړول او د وړ علمي کادر روزل؛
-
د ټولنې او کار بازار اړتیاوو ته په پام سره د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړول او د ریاضیاتو، احصائیې او محاسباتو په برخو کې د مسلکي متخصصانو د روزنې لپاره د مناسب تحصیلي چاپېریال برابرول؛
- د افغانستان له اړتیاوو سره سم د علمي څېړنو د ترسره کولو زمینه برابرول، د معیاري علمي پوهې او اثارو تولید او د ټولنې په علمي او تلپاتې پرمختګ کې فعاله ونډه اخیستل؛
- د لوړو زدهکړو له منل شویو معیارونو سره سم معیاري تدریس وړاندې کول او د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو لپاره د اړتیا وړ ریاضي مضامین په اغېزناک ډول تدریسول؛
- د یوه پرانیستي علمي چاپېریال او اکاډمیکو همکاریو د پیاوړتیا له لارې، د افغانستان په کچه د علمي، تدریسي، محاسبوي او مدیریتي خدمتونو لپاره د وړ او ژمنو متخصصانو روزل او ټولنې ته وړاندې کول.
محوري ارزښتونه:
- اسلامي او افغانستان شموله ارزښتونو ته پابندي او ژمنتیا؛
- په تدریسي، علمي او څېړنیزو خدمتونو کې کیفیت ته ژمنتیا؛
- د انساني کرامت او عزت درناوی؛
- د سالمې علمي سیالۍ د روحیې پیاوړتیا؛
- له فارغانو سره موخهلرونکې او دوامداره اړیکې؛
- هڅې، خلاقیت، ابتکار او نوښت ته ژمنتیا؛
- په داخلي او نړیواله کچه د علمي همکاریو پیاوړتیا او پراختیا.
۵. ستراتیژیک اهداف:
لاندې لس ستراتیژیک اهداف د پلان اساسي محورونه جوړوي:
- د علمي څېړنو او نوښت پراختیا؛
- د رهبرۍ او مدیریت ښهوالی، د روڼتیا پیاوړتیا او له اداري فساد سره مبارزه؛
- د تحصیلي نصاب بیاکتنه او پراختیا؛
- د علمي او اکاډمیک کیفیت لوړول او د اعتبار ورکونې لپاره د زمینې برابرول؛
- د برېښنايي زدهکړو پراختیا او په تدریس کې د ټکنالوژۍ اغېزناکه کارونه؛
- د زیربناوو او اړینو علمي امکاناتو ښهوالی او پراختیا؛
- د استادانو، کارکوونکو او محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړول؛
- د څېړنیزو پالیسیو او فعالیتونو پیاوړتیا؛
- په داخلي او نړیواله کچه د علمي او اکاډمیکو همکاریو پراختیا؛
- د تحصیلي چاپېریال ښهوالی او د محصلانو د خدمتونو پیاوړتیا.