د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداري ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۵:۱۱
ku

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د روان کال د زمري په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ریسس داکټر محمد ابراهیم شینواري، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مرستیال پوهنمل دکتور عبدالکریم توتاخېل او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رییس پوهنوال اقا محمد ژکفر له لوري لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک په لاسلیک کې د کابل پوهنتون ریاست او د ولسمشرۍ مانۍ د چارو اداره تائید کوونکي او ملاتړ کوونکي دي.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل، چې پدې هوکړه لیک کې مثبت او کلیدي ټکي شتون لري او دا کولای شي د فارمسي پوهنځي او د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداې تر منځ د همکاریو کچه لوړه کړي. پوهاند بابري تاکید وکړ، چې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي علمي او اکاډميکې وړتیا ته په کتو د خوړو او درملو ملي ادارې سره همکاري ته تیار دی. د کابل پوهنتون رییس زیاته کړه، چې پدې هوکړه لیک کې مهم او حیاتي تعهدات شامل دي او د خوړو او درملو د کیفیت د غوره والي لپاره او همدارنګه په هیواد کې د درملتونونو او درملو تولید شرکتونو کړنو څارنې باندې اغېزمن دی.

وروسته د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې رییس ډاکټر ابراهیم شینواری د دې هوکړه لیک د لاسلیک څخه یې د کابل پوهنتون د رییس همکاري او ملاتړ څخه مننه او ستاینه وکړه، ویې ویل، چې د خوړو او درملو ملي اداره یوه حیاتي او بنسټیزه اداه او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي مرستې او همکاري ته یې اړتیا پیدا کړې او دا هوکړه لیک لاسلیکوي. ښاغلي شینواري زیاته کړه، چې د دې هوکړه لیک د غوره پلي کېدو لپاره د خوړو او درملو ملي ادارې او د کابل پوهنتون او فارمسي پوهنځي ترمنځ یو کاري ګروپ جوړیږي ترڅو له نژدې له یو بل سره مسایل شریک کړي او په هیواد کې د خوړو او درملو د کیفیت او اغېزمنتوب په برخه کې د مثبتو بدلونونو سبب شي.

په ورته وخت کې دولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مرستیال دکتور عبدالکریم توتاخېل د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د خوړو او درملو ملي ادارې ترمنځ یو د همکاریو په برخه کې غوره ګام وباله او د هیواد د خوړو او درملو کیفیت کنټرول او څارنه ټیټه ده او پدې برخه کې سیسټم هم له ستونزې سره مخ دی او مونږ هیله لرو، چې د دې هوکړه لیک لاسلیک وکولای شي پدې برخه کې ګټور او اغېزمن واقع  او د فارمسي پوهنځي د استادانو او فارمسستانو له وړتیاوو څخه ښه ګټه پورته شي.

همدارنګه د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رییس پوهنوال اقا محمد ژکفر وایې، چې د دې هوکړه لیک د مفاد پربنسټ د فارمسي پوهنځي او د درملو ملي ادارې ترمنځ  د خوړو او درملو مهمو ستونزو او اړتیاوو باندې علمي څېړنې او مطالعې تر سره کول، د خوړو فارمسستانو او تکنشنانو دوامداره مسلکي پراختیا، د خوړو او درملو د سټراټیژيو او پالسیو جوړولو په هکله همکاري، خوړو او درملو ملي ادارې د ګمارنو بورډ له لارې د فارمسستانو په استخدام کې همکاري، د درملو او زهرجنو موادو لپاره د مرکز جوړول او د معلوماتو ورکونې لپاره د ګډ مرکز جوړولو د سرچینوجذبول، او د سمي موادو کنټرول او تشخیص به تر سره شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د حقوقي ستاژ ۱۳پړاو دوهمې تمثیلي محکمې سیالي ترسره شوه

د کابل پوهنتون حقوقي زده کړو ملي مرکز حقوقي ستاژ ۱۳ پړاو دوهمې تمثیلي محکمې سیالي د روان کال د تلې په ۱۱نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه.

په نوموړې محکمه کې د معمول مطابق د قضایي هیئت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۱:۳۸
Background image

له سلو تنو څخه زیاتو محصلینو د څیړنې ترسره کولو چارو، ددندې مهارتونو او کمپیوټر اکسېل پروګرام په برخو کې زده کړې وکړې

نوموړی پروګرام د کابل پوهنتون محصلینو خدماتو انسجام آمریت لخوا ترسره شو، چې پکې ۴۰ تنه د دندې مهارتونو، ۴۵ تنو د څیړنې ترسره کولو چارو او ۴۷ تنو  نورو د کمپیوټر اکسېل پروګرام په برخو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۶:۳۷
Background image

د افغانستان پرځان بسياینې لپاره د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس پېژند غونډه ترسره شوه

د روان کال د تلې په ۹ مه نېټه یک شنبه د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس دوهمه پېژند غونډه؛ چې پام کې ده؛ د روان کال په پای کې د کابل. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم