د کابل پوهنتون د رهبرۍ د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

Event dates
Event dates -
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کابل پوهنتون د ځمک پوهنې پوهنځۍ د جیولوجي څانګې استاد پوهاند دیپلوم انجینر سید بهادر اکبر میر د تل لپاره ددې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
پوهاند دیپلوم انجینر سید بهادر اکبر میر د هېواد د ځوان نسل په روزنه او علمي برخه کې بې شمېره هڅې او زیار ګاللی دی.
د کابل پوهنتون رهبرۍ، استادان، کارکوونکي او زده کړیالان د استاد کورنۍ او خپلوانو سره په یاد غم کې ځان شریک او دوی ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د جمیل صبر غوښتنه کوي.
د استاد مړینه د هېواد د علمي برخې په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون لپاره لویه ضایع بولي او د الله تعالی له دربار څخه ورته د جنت فردوس غوښتنه کوي.
روح یې د ښاد او یاد یې د تل وي.