د ځمکپوهني پوهني کلی او جزئی موخي

الف : کلی موخي

د ځمکپوهنی پوهني یا ځمکنی علوم(Geoscience) د کابل پوهنتون ۲۱ پوهنځیو له ډلې څخه یوه پوهنځي ده چې اوسمهال ددریو څانګو لکه ، هایدرومتیورولوژي، جیولوجی، او جغرافیی په مرسته اتموسفیر، هایدروسفیر، لیتو سفیر او بایو سفیر تر څیړنې لاندې نیسي. دغه پوهنځۍ د دریو فارغوونکو څانګو په درلودلو سره په ۱۳۵۹ه ش کال د ځمکې پیژندونکو د روزنې په موخه رامنځته شو، او تر اوسمهال یې په زرګونو محصلان د ځمکې علومو په بیلابیلو برخو لکه اوبه، هوا، معدنونه، طبیعي زیرمې، جغرافیه، چاپیریال ساتنه کې یې د لیسانس په کچه روزلی چې په بیلابیلو سکتوری وزارتونو او ځانګړو ادارو کې په دنده بوخت دی، دا په داسی حال کې ده چې په هیواد کې لا تر اوسه ځمکه پيژندونکو ته اړتیا لیدل کیږي، چې د هیواد د طبیعی زیرمو څخه په ګټه اخیستنه کې کلیدی رول لری او بیلابیلو ملی اقتصادی برخو لپاره د لیسانس په کچه متخصصین روزي.

ب : جزئی موخي

  1.   ازسازی و اعمار ساختمان پوهنځی و الحاقیه آن
  2. د پوهنځی د او الحاقیو د ودانیو رغونه.
  3. د لابراتوارونو اکمال او مجهزول.
  4. د داکتر، ماستر او لیسانس په د وړ عملی کادرونو او تکنشنونو جذبول.
  5. د ځکپوهني پوهنځي ته د عملی کادرونو د شامیلیدو د اسنادو برابرول.
  6. د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقرریو په رڼا کې د ښځینه وو د جذب مکانیزم ته پاملرنه.
  7. د ځمکې علوم مجلی بیا پیل کول
  8. د کتابون پیاوړتیا اود الکترونکی کتابتون پرانستل.
  9. د پوهنځی د ډیتابیس او ویب سایت فعالول.
  10. په لوړ کیفیت، غوره، سالم او معیاری تدریس.
  11. د وړتیاوو لوړول، د دزده کړی او تدریس کیفیت ته پاملرنه.
  12. په پوهنځی د نظم او ډیسيپلین د تامین لپاره د بیلابیلو کمیټ جوړول.
  13. د ځمکپوهني پوهنځي پرمختګ او پراختیا.
  14.  د هیواد په بیلابیلو ملی او اقتصادی ادارو کې د محصیلینو د جذب لپاره لاره هوارول.

د ځمکپوهني پوهنې عمومی او د زده موخي

طبعی زیرمې، د طبعی زیرمو ارزونه او د ځمکې طبعی زیرمو ته د لاسرسی سهولتونه د هر هیواد د اتباعو د بسټیزو حقونو څخه بلل کیږي. ددې ارمان د تحقق لپاره د ځمکپوهنې په برخه کې  د پیاوړو مسلکی او متخصصو کادرونو د روزنې لپاره د تحصیلی نهادونو رامنځته کول تر ټولو مهمه اړتیا بلل کیږی. چې دې لوی هدف ته د رسیدلولپاره، دهیواد په ملی کچه  د ځمکپوهنې پوهنځي شتون چې په نویو او متداولو علومو سره سمبال وی، ډیر اړین دی، چې لاندی موخی لری:

 ټولنې ته د ځوانو علمی، متخصصو هایدرومتیورولوژیستانو، جغرافیه پوهانو او جیولوجستانو وړاندې کول. 

  • د هیواد د طبیعی زیرمو په برخه کې د نویو علمی او تخنیکي تګلارو پر بنسټ د ځمکپوهنې پوهنځی د فارغینو فعاله ونډه.
  • د ځمکپوهنې پوهنځي د فارغینو په مرسته د هیواد د طبیعی زیرمو اړوند دولتي ادارو د مسلکي او فني کارونو سرته رسول.
  • د هیواد د طبيعی زیرمو اړوند، ارقامو او معلوماتو کیفی او کمی تحلیل.
  • د هیواد د طبعي زیرمو په پلټنه، تفحص او علمي ګټه اخیستنه کې د ځمکپوهنې پوهنځي محصلانو فعاله ونډه.
  • د هیواد له ټولو طبعی زیرمو لکه، اوبو،هوا، معدنونه او چاپیریال مناسب کارول او ساتنه.

پورتنیو موخو ته د رسیدلو لپاره په کار ده چې نوی تحصیلی نصاب په عملي ډول پلی شی. همداشان ددې پوهنځې هر څانګه ځانګړي موخی لری چې په ځانګړو برخوکې وضاحت ورکړل شویدی.

د ځمکپوهنې پوهنځی د برحاله محصلانو شمیر

 دځمکپوهې پوهني په ۱۳۹٩ خزانې سمستر کې (۸۴١) کسه محصلان لری، چې د هغې له ډلې خه (۵۸٦) کسان ذکور او (۲۵۵) ښځینه محصلانې دي او تناسب یی 1:32 دی.

گالری رسانه

د پسرلي په موسم کې د کابل پوهنتون انګړ

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا