د پوهنځی په اره

په بېلابېلو اقتصادي څانګو کې د مسلکی او اختصاصي پرسونل د روزنې په موخه د یوې اقتصادی لوړی ښوونېزې موسسې د جوړونې مفکوره د اقتصادی او ټولنیزی پراختیایي پلان جوړونې د طرحې له منلو وروسته په هیواد کې رامنځته شوه. دهمدې لپاره د هغې وخت د ښوونې او روزنې وزارت لخوا د متخصصينو او استادانو په شمول یو واک لرونکي (صلاحیت لرونکي) هئیت د موسسې د ایجاد اړوند اړتیاوې او امکاناتو د تثبیتولو لپاره وټاکل شو. د نوموړې کمیټې نظر د پوهنتون د عالی شورا د تایید وروسته ذیصلاح چارواکو ته وړاندي شو او په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د یو فرمان د صدور له مخې د اقتصاد د لوړو زده کړو موسسه یا د اقتصاد انستیتوت په نوم تحصلیی اداره منظوره شوه او په همدې کال کې یوازی دریم ټولګی د شلو زده کړیالانو په درلودلو سره د څلورو ښوونکو لخوا تدریس کیدلو. پداسې حال کې چې د موسسې کدر د تیوری له نظره ۸ استاد، ۸ مدرس او ۸ اسیستانت وو. په عین وخت کې کابل پوهنتون د خپلو درسي پروګرامونو د طرحې او پراختیا لپاره یو اتریشی پروفیسور فونمن وګمارلو. د یادولو وړ ده، نوموړی انستیتوت یو کال وروسته د پوهنځی نوم د پوهنتون د نورو پوهنځیو په ردیف کې وموند او د استادانو له اړین تجویز سره سم د پوهنځی علمی چارو د پراختیا او پرمختګ لپاره په ۱۳۳۷ لمرېز کال کې له لمړي ټولګی څخه زده کړیالان جذب شول، چې په همدې کال کې د زده کړیالانو شمېر ۹۰ تنو ته ورسید. د یادونې وړ ده چې اقتصاد پوهنځي خپل درسي پروګرامونه د حقوقو پوهنځي سره تر ۱۳۴۰ لمرېز کال پورې مشترک درلودل، د ۱۳۴۰ ښونېز کال د پیل سره سم اقتصاد پوهنځي خپل لمړی او دوهم ټولګي د حقوقو پوهنځي څخه جلا او مستقل پروګرامونه ورته تطبیق کړل. 

اقتصاد پوهنځي په ۱۳۴۱ لمرېز کال کې د آلمان کلن پوهنتون سره د توامیت قرارداد لاسلیک کړ چې په کال ۱۳۴۵ لمرېز کې د بوخوم او بن پوهنتونونه هم پدې توامیت کې شامل شول. باید ذکر شي چې په ۱۳۳۹ لمرېز کال کې د اقتصادي څېړنې تر عنوان لاندې د پوهنځي دری میاشتنې با ارزښته مجله د نشراتې ارګان په توګه د لومړې ځل لپاره خپره شوه. د اقتصاد پوهنځي د تاسیس څخه راپدې خوا د ۶۳ کلونو سابقې په لرلو سره د اقتصاد په بېلابېلو څانګو کې د مسلکی او متخصص کادرونه په روزنه کې لویه ونډه ترسره کړي ده او د خپل څلور کلن درسی پروګرام پر بنسټ تر ۱۰۴۶۸ تن فارغ التحصیلان ټولنې ته وړاندې کړي دي.

گالری رسانه

د پسرلي په موسم کې د کابل پوهنتون انګړ

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا