د پوهنځی موخي

د چاپېریال ساتنې پوهنځي د ستراتیژیک پلان د مسودې پر بنسټ د چاپېریال ساتنې پوهنځي بنسټیزه موخه د داسې متخصصینو او کادرونو تربیه ده چې د چاپېریالي، طبیعي زیرمو او طبیعي افتونو اړوند ستونزو د مدیریت او رهبرۍ توان ولري. د نوموړي پوهنځي له فارغانو څخه تمه کیږي چې په اوسنیو او راتلونکو چاپېریالي ستونزو برلاسي شي. چاپېریال ساتنې پوهنځي رئیس او د څانګو امرینو د همدغه موخې د ترلاسه کولو لپاره په ۲۰۱۶ م کال کې لاندې تحصیلي موخې و ټاکلې:

  • محصلان به وکولای شي چې بنسټیز طبیعي علوم او د چاپېریالپوهنې، طبیعي زیرمو او پيښو مدیریت بنسټونو زده کړي.
  • د محصلانو د کمپيوټر زده کړې او انګلیسي ژبې مهارتونه پراختیا وکړي.
  • محصلان به د لسانس په کچه د اوبو زېرمو، کانونو او منرالي زېرمو د مدیریت، د پيښو د خطرونو کموالي او مدیریت، د چاپېریال ساتنې مدیریت، اوبو او هوا ککړتیا، نوې کېدونکو انرژۍ، او شین حل مسلکي اووسي.
  • محصلان به د چاپېریال ساتنې او پالنې، طبیعي زیرمو، نړیوالې تودیدنې، او پيښو د خطرونو د کچې را کمونې له نړیوالو او ملي قوانینو، پالیسیو، او تړونونو سره اشنا شي.
  • محصلان به د چاپيریالي اغیزو د ارزونې په تطبیق و توانیږي او له اقلیمي بدلون سره په توافق به بلد شي.
  • محصلان به د دوامداره پرمختګ، طبیعي زېرمو، ژوند بڼو پالنې او ساتنې، د تخریب شویو څړ ځایونو د احیاء، وحشي ژوو، ځنګل، او سطحي او ځمکې لاندې اوبو په اړوند لا نور څه هم زده کړي.
  • محصلان به د طبیعي او انساني پيښو لکه: وچکالۍ، سیلابونو، واورې ښوئیدنې له مدیریت او پالیسیو سره بلد شي.
  • محصلان به د ځینو بنسټیزو سافټویرونو او لمړني GIS او ریموټ سنسنګ له کارونې سره بلد شي. هغوی به د چاپېریال، طبیعي زېرمو او طبیعي پېښو او افتونو پورې اړوندو ستونزو د مدیریت کولو له مهارت سره بلدتیا و مومي.
  • محصلان به احصائیه او تخنیکي راپور لیکنه زده کړي.
  • محصلان به د طبیعي زېرمو په چاپېریالي او اقتصادي زنځیري ارزښت پوه شي.
  • محصلان به د پيښو د خطرونو د کمولو او له منځه وړلو ټکنالوجۍ او د محلي ګډون او تشویق په اړوند لازمه پوهه تر لاسه کړي.

لیدلوری:

د عصري او ساینسي پوهې پر مټ د نوي نسل چمتو کول، چې د مهارتونو او توکو په کارولو سره وکولای شي، د موادو زېرمې وپېژني او د زېرمو د طبعیت له مخې يې د  تلپاتې پرمختګ لپاره وکاروي، چې د ناوړه طبیعي او بشري پېښو؛ او چاپېریالي ننګونو د مخنیوي لپاره پلان، چمتووالی او پر وړاندې یې غبرګون وښيي، تر څو په هېواد کې د معیشت لاره اواره کړي.

ماموریت:

په افغانستان کې، د طبیعي زېرمو مدیریت، چاپېریال پوهنې او پېښو مدیریت په برخو کې د يو وتلي مرکز په حيث چې په کثیرالرشتوی پوهنه، روزنه، تطبیقي څېړنه، مالوماتو مدیریت، او مسلکي ظرفیت لوړونه کې تخصصی خدمات وړاندې کوي.

گالری رسانه

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته