د پوهنځی د رئیس پیغام
بې له شکه عامه اداره او پالسي پوهنځی د اوس عصر یو له مهمو او د نیاز وړ د تحصیلي رشتو څخه حساب کیږي . نن د عامه اداری زده کړه په عنوان د یوی مهمی تحصیلي رشتی د نړی په پوهنتونونو کې فعالیت کوی . عامه اداره او پالیسي پوهنځی مسلکي او تخصصي مدیران روزي. د دودیزې عامه ادارې پر خلاف،تمه کیږي چی عصري ئ ،د پیرودونکو متمرکز، شفاف حساب ورکونکی، موثره او له فساد څخه پاک وي . دې هیلو ته د رسیدو لپاره د نویو تحصیلي رشتو رول لکه د عامه ادارې رول د انکار وړ نده.
اداره عامه او پایسي پوهنځی په ۱۳۹۱ کی په کابل يوهنتون کې د جرمنی هیواد په مرسته تاسیس شو .دا مهمه تحصیلي رشته درې دیپارتمنت لري عامه اداره،عامه پالیسي او د مدیریت پرمختیا. عامه اداره او پالیسي پوهنځی یوه مهمه رشته ده چې د اقتصاد، ټولنه پوهني، سیاسي علوم، اداري علوم په بهاري او خزاني سمسترو کې وړاندې کوي. اساسي او مهم مضمونونه لکه اساسي حقوق، د مدیریت بنسټونه، رهبري، پالیسي جوړونه د پالیسي تحلیل، ښه حکومتداري عمومي تدارکات، پروژې مدیریت، اداري فساد، سازماني اړیکي، اداري تیوریانې، برښتایي حکومتداري، اداري حقوق عامه اقتصاد، نړیوال سازمانونه د څیړني تګلاره او نور مضمونونه پکې تدریس کېږي.
د اداره عامه او پالیسي پوهنځي محصلین د خپلو درسي نصاب مضامینو تر څنګ د تحصیلي کال په اخره کی عملي کار په مختلفو ادارو کی ترسره کوي . د دې پوهنځي رهبري غواړي چې همکاري او هماهنګي د پوهنڅي او نورو عامه ادارو تر منڅ
تشویق او تقویه کړي.د دې هدف د تر سره کیدو لپاره د بیلابیلو وزارت خانو او ادارو سره د محصل د کار په برخه کی همکاري کوي. د وزارت خانو او ادارو له جملې څخه کولی شو چی د اجرائیه ریاست، مالیې وزارت، مرکزي بانک د بهرنیو چارو وزارت، ملي تدارکات، معلوماتي تکنالوژي، د مخابراتو وزارت، د اداري اصلاحاتو مستقل کمیسیون، د محلیيارګانونو اداره، معادن وزارت، اقتصاد وزارت، د نشه ی موادو پر ضد د مبارزي وزارت او نورو څخه نومونه واخلو. د عملي کار برنامه یو ښه فرصت ده محصل ته تر څو وکولی شي چې مدیریتي مسایل او د ادارې مربوط موضوعات په عملي توګه زده او او د عملي او نظري کار تر منڅ هماهنګي پیدا کړي.٬ د دې فرصت په استفادي سره زیاتو محصلینو وکولی شو چې په ادارو کی د میزبان پر څای د کارمند په توګه کار وکړي او دا د دې پوهنځي لویه لاس ته راوړنه ده.
په اخره کی باید وویل شي چی عامه اداره او پالیسي پوهنځی ځان مکلف ګڼې په دې چې علمي با کیفیته او معیاري خدمات متخصص بشري نیرو ته وړاندې کړي متعهد ده چې مسولیت پذیره او ارزنده خدمات افغانستان او خلکو ته وکړي.
په احترام
پوهنمل جمال الدین صابری
د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي رییس