د پوهنځی د رئیس پیغام
افغانستان د یو لړ چاپېریالي ستونزو لکه: د ژوند بڼو کمښت، د اقلیمي بدلون اغېزې، د ځنګلونو وهل، صحرایې کیدنه، غذایي نا خوندیتوب، له حده زیاته څرونه، په ښاري سیمو کې د نفوسو چټک زیاتوالی، د زیرمو اړتیا، د خاورې تخریب او د اوبو کمښت، او له طبیعې آفتونو او پېښو سره مخ دی.
د افغانستان اوبیزې زېرمې د یو لړ طبیعي او اجتماعي-اقتصادي لاملونو له امله تر ګواښ لاندې دي. په نوموړي طبیعي وچ او دښتي هېواد کې د انساني کړنو لپاره اوبه رسونه د سیندونو په مرسته صورت نیسي، چې ډیری یې د اورښتونو له ورېدو او هندوکش غرونو د واورو د ویلیکیدو څخه سرچینه اخلي. په مشخصه توګه ویلای شو چې د نوموړو واورو او یخچالونو یوه زیاته برخه د ویلي کېدو په حال کې دي. سربېره پر دې د اوبو کمبود د ځمکې د کارونې له ډراماتیک بدلون سره تړلی دی. د هېواد له ۸۰ سلنه څخه زیات وګړي په اوبيزې کرنې او مالدارۍ مصروف دي؛ د افغانستان څړځایونه څه نا څه د ۳۵ میلیونه حیواناتو د پالنې وړتیا لري. ډیری کلیوالي او ښاري کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري. په ښاري سیمو کې د اوبو ککړتیا د ناپاکو او کمو حفظ الصحوي اسانتياوو شتون، او د صنعتي فاضله موادو نا مدیریت شوې تخلیه ده. ډېری ښارونه لا تر اوسه هم د مناسبو تخلیه وي سیستمونو له نه شتون سره مخ دي، تر څو وکولای شي د ځمکې لاندې اوبه له ککړېدو څخه وساتي، همدارنګه ښاري سیمې د فاضله توکو د سوځولو سیستم هم نه لري، چې د هوا د ککړتیا حالت را کم کړي. د بی دریغه ښاري کېدنې او نامنظمو صنعتي فعالیتونو په پایله کې د هوا ککړتیا عامو خلکو لپاره په یوه ګواښوونکې صحي ستونزې بدله شوې ده.
په پخوا وختونو کې د افغانستان یوه لویه پيمانه ځمکه د ځنګلونو پواسطه پوښل شوې وه چې د بې دریغه پرې کولو له امله یې اوس مهال یوازې ۲ سلنه را پاتې دي. په افغانستان کې د ځنګلونو وهنه د سوځېدو د لرګیو په حیث د هغوې د کارونې، غیر قانوني سوداګرۍ او د ښارونو د پراختیا له امله را منځته کېږي. دا هم له امکان نه لرې نه ده، چې د افغانستان چاپېریالي ستونزې دې د اقلیمي بدلونونو څخه اغېزمنې نه وي. د مثال په توګه، د تودوخې درجې لوړوالي او اورښت کموالي مخکې له مخکې ژوند بڼې، یخچالونه، د ډنډونو پراخوالی، کرنیز محصولات، مالدارۍ، د اوبو انرژۍ د تولید ظرفیت، او د ښاري وګړو صحت اغېزمن کړی دی. د نوي نسل پوهه چې د (د موخې لپاره مناسب) په توګه د چاپېریال ساتنې او پېښو د مدیریت په بېلابېلو برخو کې د کار کولو جوګه وي د ځانګړي ارزښت لرونکي دي. همدغې اړتیا ته په کتو سره د کابل پوهنتون همدا اوس د چاپېریال ساتنې پوهنځی د خپلو درې ګونو څانګو سره چې له چاپېریالپوهنې، د طبیعي زېرمو مدیریت او د پېښو مدیریت څخه عبارت دي، د لسانس په سویه د کادرونو د تربیې لپاره تاسیس کړ. په نوموړو برخو کې مسلکيتوب په مستقیمه توګه کولای شي چې، د ټولنیزې او اقتصادي بسیاینې، معیشت، او ټولنې د بسیا او په ټوله کې د تلپاتې پرمختګ پر لور د هېواد په مخ بیولو کې رغنده رول لوبوي.
په اخره کې د چاپېریال ساتنې پوهنځي ټولو استادانو، او کارمندانو ته چې د پوهنځي د موخو د لاسته راوړلو لپاره زیار باسي، نیکې پیرزوینې وړاندې کوم.
په درنښت
پوهندوی ډاکټر نور احمد اخندزاده
د چاپېریال ساتنې پوهنځي رئيس