د پوهنځي کمېټې

د پوهنځی علمي شورا: د پوهنځي علمي شورا د پوهنځي د علمي او اداري چارو د سنبالولو تر ټولو لوې ارګان دی. د علمي شورا ماموریت د پوهنځي د کادر غړو د منسجم کول دي، تر څو د محصلانو د روزلو او څیړنو په برخه کې لوړ مسلکي، اخلاقي او معنوي معیارونه تر لاسه کړي. د علمي شورا د پوهنځی رئیس تر ریاست لاندې له معاون، امرینو او له هرې څانګې څخه دوو دوو غړو څخه تشکیل شوې ده. علمي شورا د اړتیا پر اساس غوندې کوي اما کم تر کمه په میاشت کې یو ځل سره را ټولیږي. د شورا بنسټيزې دندې او مسئولیتونه عبارت دي له: د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او لایحو پر بنسټ د فیصلو کول او تائیدول، او پوهنتون او وزارت ته د تائید لپاره د ځینو فیصلو لیږل دي.

د څانګې کمیټه: نوموړې کمیټه د پوهنځي علمي شورا ته مسئوله ده، چې د یوې څانګې له ټولو علمي کادر غړو څخه تشکیل شوې وي. نوموړې کمیټه د څانګې د امر تر ریاست لاندې جوړیږي. د څانګې کميټه د یوې څانګې اړوند ټولې اداري، مالي، تدریسی او څیړنیزې چارې وړاندې بیولای شي. د څانګې کمیټې ناستې د اړتیا پر اساس او یا هم په میاشت کې دوه ځله جوړیږي.

د سټراټيژیک پلان کمیټه: نوموړې کمیټه د پوهنځي او څانګې په سطحه د ستراتیژیک پلان او پالیسیو د تطبیق مسئولیت پر غاړه لري. د نوموړې کمیټې غړي د څانګو نماینده ګان دي. نوموړې کمیټه په سمستر کې دوه یا درې ځله او یا هم د اړتیا پر مهال ناستې کوي.

د تحصیلي نصاب کمیټه: نوموړې کمیټه د تحصیلی نصاب، پروګرام، سیلبس، لابراتوار لارښود او تدریسی موادو د پراختیا او بیاکتنې مسئولیت پر غاړه لري. نوموړې کمیټه، مضامین کم یا زیات او یا هم را منځته کوي. د نصاب په تطبیق څار هم سرته رسوي. د نوموړې کميټې غړي د څانګو نماینده ګان دي. نوموړې کمیټه د اړتیا پر مهال او یا هم په سمستر کې یو ځل ناسته تر سره کوي.

د ازموینو کمیټه: د ازموینو کمیټې غړي د پوهنځي د علمي شورا له خوا هر سمستر کې یو ځل ټاکل کیږي. نوموړې کمیټه د څانګو له نماینده ګانو څخه تشکیلیږي. نوموړې کمیټه د پوهنتون د قانون او لایحې سره سم ازموینې پروسې د کتنې او منځ مهالی او سمستر ازموینو د مدیریت او ارزونې دنده پر غاړه لري. سربیره پر دې د ازموینو کمیټه د ازموینو د پایلو د روڼتیا څارنه هم کوي.

د ډسپلین کمیټه: د دسپلین کمیټې غړي هر کال د پوهنځي د علمي شورا لخوا ټاکل کیږي. د څانګو نماینده ګان د کمیټې غړیتوب لري. کمیټه د دسپلیني لارو چارو او قوانینو د تطبیق او نا وړه کړو وړو د ارزونې مسئولیت پر غاړه لري. د سمستر په اوږدو کې کمیټه دوه یا درې ځل ناستې کوي، سربیره پر دې د قوانینو او لایحو په اړوند د محصلانو او کارمندانو د پوهاي لپاره هم ناستې تر سره کوي.

د څېړنې کمیټه: نوموړې کميټه د ټولو څانګو د څېړنیزو فعالیتونو او څیړنیزو پروژو مسئولیت پر غاړه لري. د څانګو نماینده ګان د کمیټې غړیتوب لري. کميټه په میاشت کې دوه یا درې او کله نا کله هم د اړتیا پر مهال ناستې تر سره کوي.

د کیفیت د لوړونې کمیټه: دغه کمیټه د څانګې او پوهنځي په سطحه د خپل ځاني ارزونې او د کیفیت لوړونې د پروګرامونو د ترسره کولو مسئولیت پر غاړه لري. د څانګو آمرین د نوموړې کمیټې غړي دي. نوموړې کميټه هر سمستر دوه او یا درې ناستې تر سره کوي.

د E-Learning کميټه: د E-Learning کمیټه په پوهنځي کې نوې تاسیس شوې ده. د نوموړې کمېټې بنسټیزه موخه په انلاین ډول سره د استادانو او محصلانو یو ځای تړل دي. نوموړې کميټه د انلاین زده کړو له لارې د ظرفیت لوړونې لارې چارې هم برابروي. د هرې څانګې نماینده په دې کمیټه کې غړیتوب لري. کميټه د اړتیا پر مهال هر کله خپلې ناستې دایروي.

فرهنګي کمېټه: فرهنګي کمېټه په پوهنځي کې نوې تاسیس شوې ده. دا کمېټه د فرهنګي غونډو د دایرولو دنده لري.

گالری رسانه

د پسرلي په موسم کې د کابل پوهنتون انګړ

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا