د پوهنځي کمیتی
د وترنرِي علومو په پوهنځی کې لاندې کمیټې شتون لري:
- د درسی نصاب کمیټه: دغه کمیټه د دندې د لایحي مطابق خپل ټول فعالیتونه مخ ته وړي. یاده کمیټه مسوولیت لري تر څو د پوهنځی نصاب بیاکتنه وکړي او لازم اصلاحات پکې ځای په ځای کړي. کمیټه خپل کاري او پراختیایي پلان لري چې د دغو پلانونو په رڼا کې خپلې کړنې تنظیموي او ریاست ته ګزارش ورکوي.
- د تضمین کیفیت کمیټّه: دغه کمیته په پوهنځی کې د تضمین کیفیت د معیارونو د تطبیق څارنه کوي. کمیټه مسوولیت لري چې د استادانو د تدریس پروسه، د محصلانو د زده کړې پروسه او نور علمي او اداري فعالیتونه وڅاري. د کمیټې له مسوولیتونو څخه یو مسوولیت دا دی چې په هر کال د پوهنځی اړوندو فعالیتونو ارزونه وکړي.
- د الکترونیکی زدکړې کمیټّه: پّه دغه کمیټّه کې د انلاین زده کړو په اړه ټولو استادانو او محصلانو ته مالومات ورکوي او پّه پوهنځی کې د انلاین د زده کړو څارنه کوي.
- د څیړنې کمیټّه: په پوهنځي کې د څیړنې کمیټّه یو له مهمو کمیټو څخه شمیرل کیږي، چې استادانو ته د بیلابیلو څیړنو د تګلارو لارښونه کوي او پّه څنګ کې یې د استادانو څیړنیز پروپوزلونه اروزي.
- فرهنګي کمیټّه: دغه کمیټه په پوهنځی کې ټول فرهنګي فعالیتونه تنظیموي چې ډیر فعالیتونه یې د محصلان له لارې مخ ته وړل کیږي.
- د بورسونو کمیټّه: د بورسونو کمیټّه مسوولت لري چې پوهنځي ته راغلي بورسونه د پوهنځی اړوندو څانګو سره شریک کړي او کوم استادان چې مستحق دي اړوندو بورسونو ته یې معرفي کړي.
- د نظم ا و دسپلین کمیټّه: دغه کمیټّه مسوولیت لري چې د نظم او دسپلین اړوند ټول قوانینُ، مقررات او پالیسي ګانې استادانو او محصلانو ته تشریح کړي. سربیره ّپردې د دې کمیټې مسوولیت دا دی چې په پوهنځی کې د هر ډول بې نظمیو او غیراخلاقي کړنو مخه ونیسي.
- د درسي مواد د کتنې او کنترول کمیټّه: دغه کمیټه مسوولیت لري چې د استادانو کتابونهُ، لکچر نوټونه او ټول درسي مواد پّه هر سمستر کې وگوري او استادانو ته لارښونه وکړي چې خپل درسې مواد د تایید شوی کریکولم مطابق تیار کړي.