د پوهنځي په باره کی
د اروا پوهنې او تربیتی علومو پوهنځۍ په ( ۱۳۴۱ل) یا (۱۹۶۲م) کال د کابل پوهنتون په چوکاټ کی تاسیس شو او د (۶۰) تنو زده کړیالانو او په بیلا بیلو برخو کی د (۱۰) تنو تجربه لرونکو افغاني او امریکایی استادانو په درلودلو چې د ماسترې او دکتورا په کچه تحصیلات یی درلودل په کار یی پیل وکړ.
په هغه وخت کې دی پوهنځۍ له تاسیس څخه موخه په هیواد کی د ښونځیوو د ثانوی دوری لپاره په بیلا بیلو څانګو کې چی په ښونځیوو کې یی تدریس کیده د ښونکو روزنه وه. ددې څانګو په څنګ کې د تربیتی اداری په نوم یوی څانګی هم شتون درلود، چې وروسته بیا د مسلکی تعلیماتو په نوم ونومول شوه. دا پوهنځۍ په (۱۳۵۲ ل) په تدریجی توګه لغوه شو او زده کړیالان یی دهغه وخت د ادبیاتو او بشری علومو په پوهنځیو کې جذب شول .
د مسلکی تعلیماتو څانګه چې په ادبیاتو او بشری علومو پوهنځۍ پوری اړوند وه په (۱۳۵۸ ل) کال کې یی بیا د ښونی او روزنی پوهنځۍ په نوم په فعالیت پیل وکړ، خو دا وار یې یوازی دوه څانګی درلودی ، روانشناسی یا ارواپوهنه او پیداګوژی یا ښونه او روزنه چې موخه یی د هیواد د معارف یا د ښونی او روزنی د سیستم د روانشناسی او پیداګوژی د اړتیاوو پوره کول و.
د وخت په تیریدو سره او ټولنی د اړتیاوو په زیاتیدو سره د لوړو زده کړو وزارت تصمیم ونیوه چی د ښونی او روزنی په نوم پوهنتون تاسیس کړی، دا موضوع ددی لامل شوه چې د ښونی او روزنی پو هنځۍ خپل نوم تبدیل کړی . تردی وروسته دا پوهنځۍ (د روانشناسی او تربیتی علوم پوهنځۍ ) په نوم یاد شو. تردی وروسته پوهنځۍ په خپلو موخو د سره غور وکړ او د ارواپوهنی او پیداګوژی بیلا بیلو برخو ته یی پاملرنه وکړه چې په پایله کی یی ددی علومو نوری څانګی لکه روزنیزه اداره په کال (۱۳۸۳ ل) مشاوره په کال(۱۳۹۲ ل) ټولنیز کار او روزنیزی پالیسې او پلان څانګی په کال (۱۳۹۳ ل) کی رامنځته شوی . په اوس وخت کې دا پوهنځی شپږ څانګی یا ډیپارټمنټونه لری.
ارواپوهنی او تربیتی علومو پوهنځی د پوهی د رشد او په هیواد کې د پوهی رامنځته کولو ته په پاملرنه او همدارنګه د کاری متخصص قوت او فکری پوهی د تولید لپاره د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژک پلان په نظر کې نیولو سره په پام کې لری چې د انکشافی پروګرامونو د ښه توب او عملی کولو لپاره په هیواد کې له نورو تحصیلی سازمانونو او ادارو سر د اعتماد وړ او همکاریو په موخه انکشافی پروګرامونه طرحه کړی او ټولنی ته ځوان او مسلکی کادر په برابرولو کی د خدمت جوګه شی .
د پوهنځۍ د رهبری دا خدمتونه یی کافی نه بولی او دسیمی او نړی په کچه په ستنډرډ او بین المللی معیاری او با کیفیته عالی تحصیلاتو رامنځته کولو او انکشاف لپاره لازمې هڅی کوی.