د پوهنځي په اره

د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د انجنیري پوهنځی د رامنځته کولو طرحه په ۱۹۵۶ ز کال کې پلې شوه. د ۱۹۵۶ ز کال څخه مخکې افغان انجنیرانو عموما له هېواده بهر په اروپايي، لویدیځو هېوادونو او د امریکا په متحده ایالاتو کې زده کړې کولې

د ۱۹۵۶ ز کال په پیل کې د کابل پوهنتون د طبیعي علومو د پوهنځی تر چتر لاندې د انجنیري په نوم یوه څانګه پرانیستل شوه. د لومړي پړاو لپاره ۲۳ افغان زده کړیالانو پدې نوې جوړه شوې څانګه کې نوم لیکنه وکړه او د افغانستان د دولت او د متحده ایالاتو د پراختیایی ادارې (USAID) د یوه تړون په بنسټ، د انجنیري څانګې سره د همکارۍ تړون د وایومینګ پوهنتون (Wyoming University) ته ورکړل شو.

په ۱۹۸۵ ز کال کې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې " د کرنې او انجنیري"  په نوم یو نوی پوهنځی جوړ شو چې د طبیعي علومو د پوهنځي تر چتر لاندې د انجنیري دیپارتمنت له هغه سره مدغم شو. ددې پوهنځي لپاره څلور کلن کریکولم چمتو شو.

یو کال وروسته، یواځې څلور تنو خپلې زده کړې په بریالیتوب سره بشپړې کړې او د انجنیری په څانګه کې د B.Sc.)) د لیسانس په درجه فارغ شول.

په ۱۹۶۳ ز کال کې دا پوهنځی په دوو پوهنځیو ووېشل شو او په پایله کې یې د کرنې پوهنځی او د انجنیري پوهنځی د کابل پوهنتون تر چتر لاندې د خپلواکه اکادمیکو بنسټونو په توګه رامنځته شول. پدې کال کې د وایومینګ پوهنتون سره تړون پای ته ورسېد او د متحده ایالاتو د انجنیري ټیم (United States Engineering Team USET) مسؤولیت په غاړه واخیست. پدې ټیم کې Massachusetts، Newton Center، Educating Development Center او همدارنګه د متحده ایالتونو د لوړو زده کړو یوولس انسټیټیوټونه  شامل وو، دا انسټیټیوټونه عبارت وو له: پوردو پوهنتون، استیون د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ، جورجیا د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ، سین سیناتی پوهنتون، کیمګي-میلان پوهنتون، په رالي کې شمالي کارولینا پوهنتون، الینویز د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ، لیهای پوهنتون، نوتردام پوهنتون، واشنګټن (سنت لویس) پوهنتون، او د رایس پوهنتون. لدې ډلې د رایس پوهنتون د هماغه لومړیو څخه په کنسرسیوم کې برخه ګډون ونکړ.

په ۱۹۶۶ ز کال کې د کرنې انجنیري د سیول انجنیري په چوکاټ کې رامنځته شوه، په همدې کال د مهندسي انجنیري څانګه هم د انجنیري پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوه. د ۱۹۶۷ ز کال څخه تر ۱۹۷۸ ز کال پورې د لومړي کال د زده کوونکو لپاره درې میاشتني ژمني کورسونه د Pre-Engineering Courses په نامه پیل شول چې زیاتره په هغوی کې ریاضي او فزیک اړوند زده کړې کېدي.

په ۱۹۶۸ ز کال کې د افغانستان د دولت د متحده ایالاتو د ګډو هلو ځلو په پایله کې په ملي کچه د زلزلې د اټکل کولو مرکز د کابل په پوهنتون کې رامنځته شو او د هغه وخت په مډرن او غوره وسایلو مجهز کړل شو. د انجنیري پوهنځی او د زلزلې کمیټې د دغه مرکز د ګټې اخیستنې، ساتنې، وړاندوینو او د دغه مرکز د فعالیتونو د ثبت مسؤولیت درلود. په ۱۹۷۶ ز کال کې د دغه مرکز تړون نوی شو او د دغه مرکز پراختیا او په نویو وسایلو سمبالول په پام کې ونیول شول. دغه مرکز تر ۱۹۹۰ ز کال پورې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.

په ۱۹۷۰ ز کال کې د انجنیري څلور کلن کریکولم په پنځه کلن کریکولم بدل شو. وروستۍ ډله چې د څلور کلن کریکولم په بنسټ یې زده کړې کړې وې، په ۱۹۷۲ ز کال کې فارغ شول او د پنځه کلن کریکولم لومړۍ ډله په ۱۹۷۳ز کال کې فارغ شول. په پنځه کلن کریکولم کې ۹ سمستره درسی او شپږ میاشتې عملي زده کړې شاملې وې.

په ۱۹۷۴ ز کال کې د USET سره د همکارۍ تړون پای ته ورسېد او د نبراسکا د پوهنتون نسبتا کمې همکارۍ د هغه ځای ونیو. په همدې کال کې یو نوی دیپارتمنت چې مخکې یې د ښوونې او روزنې پوهنځي تر چوکاټ لاندې او ورپسې د طبیعي علومو د پوهنځي تر چوکاټ لاندې فعالیت درلود، د انجنیري پوهنځي ته ولېږدول شو. د دغه دیپارتمنت موخه د مسلکي ښوونځیو لپاره د سیول، برق، ماشین آلاتو او اتومیکانیک ټکنالوژیو په برخو کې د مسلکي ښوونکو روزل وو. د دغه دیپارتمنت لپاره څلور کلن کریکولم په پام کې نیول شوی ؤ.

په ۱۹۷۶ ز کال کې د ۳۰۰۰ مربع مترو په ارتوالي یوه بله ودانۍ جوړه شوه او د نویو زده کوونکو شمېر ۹۰۰ تنو ته لوړ شو، پداسې حال کې چې پخوا ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ کسان وو. دا زیاتوالی د پنځه کلن پراختیایي پلان له مخې په هېواد کې ودانیزو او پراختیایي چارو د اټکل شوي زیاتوالي په بنسټ ؤ.

د هغو نویو سیاسي بدلونونو له کبله چې د خلق او پرچم دیموکراتیکو ګوندونو له لوري پیل شوي وو، د نبراسکا پوهنتون ټیم د ۱۹۷۸ ز کال په پای کې له هېواده ووت.

د انجنیری پوهنځی د جوړېدو له پیل څخه تر ۱۹۷۸ ز کال پورې د دولت د ښې پاملرنې او د متحده ایالاتو د بېلابېلو پوهنتونونو د همکارۍ په پایله کې دا پوهنځی په سیمه کې د انجنیرۍ د خورا معتبرو پوهنځیو له ډلې شو. د دغې پوهنځي لخوا د B.Sc. ورکړل شوی لیسانس دیپلوم په سیمه او ټوله نړۍ کې د یوه معتبر او معیاري دیپلوم په توګه پېژندل کېده. پدې پوهنځي کې د زده کړو ژبه د پیل څخه تر ۱۹۷۸ز پورې انګلیسی وه. په ۱۹۷۸ ز کال کې پدې پوهنځي کې ۶۵ کسه استادان چې له ډلې یې ۲۰ استادان د دوکتورا (PhD)، ۲۵ استادان د ماستری (M.Sc.) او ۲۰ استادان د لیسانس (B.Sc.) په کچه زده کړې درلودې او د انجنیري پوهنځي کې په تدریس بوخت وو.

په ۱۹۷۹ ز کال کې د تدریس ژبه له انګلیسي څخه د هیواد ملي ژبو ـ دری او پښتو ـ ته واړول شوه.

په ۱۹۸۱ ز کال کې د انجنیرۍ پوهنځی تدریجي ضعف شروع شو او د پوهنځی د آخرۍ دورې محصلان په ۱۹۸۵ ز کال کې فارغ التحصیل شول. له دې وروسته د انجنیرۍ پوهنځي دروازه د محصلینو پر مخ وتړل شوه او د دې پوهنځي استادان د کابل پوهنتون نورو پوهنځیو ته ووېشل شول.

په ۱۹۸۹ ز کال کې د انجنیرۍ پوهنځی د دویم ځل لپاره په فعالیت شروع وکړ، محصلینو وکولی شو چې د ۱۹۹۰ ز تحصیلي کال په شروع کې دې پوهنځي ته نوم لیکنه وکړي. په دغه کال کې درسونه په ډېرو محدودو سرچینو شروع شول.

له ۱۹۹۲ ز کال څخه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې د کورنیو شخړو له امله د انجنیري پوهنځي دروازه په رسمي ډول تړلې نه وه خو اداره، کارکوونکي او د دې پوهنځي محصلین د ښار له یوې څنډې څخه بلې ته لېږدیدل او په افغانستان کې د اکاډمیکو دورو تر ټولو بده دوره شمېرل کېږي. د کورني بحران په دغو کلونو کې د پوهنځی ټوله شتمني یا وسوځیده، یا چور شوه او یا تخریب شوه.

له ۱۹۹۶ ز کال څخه د ۲۰۰۱ ز کال تر نومبر پورې طالبان قدرت ته ورسیده او د دوی د حاکمیت په دوره کې نجونو ښوونځۍ او پوهنتونو ته د تګ اجازه نه درلوده. په دغه دوره کې د انجنیرۍ پوهنځی په ډیر ضعیف ډول خپل فعالیت ته دوام ورکړ او ډیرو محدودو مالي او بشري سرچینو ته یې لاسرسی درلود.

په ۲۰۰۲ ز کال کې د طالبانو د حاکمیت له ختمیدو وروسته او د انتقالي حکومت له شروع کېدو سره دغه پوهنځي له ۳۵ استادانو سره چې له هغې ډلې یې یو کس د دوکتورا (Ph.D.) درجه او اووه کسه د ماسټرۍ (M.Sc.) درجه او په څلورو ډیپارټمنټونو کې ۶۵۰ محصلینو خپل اکاډمیک فعالیت ته دوام ورکړ. د پوهنځي تعمیر ډیر خراب وه او په ټولګیو کې کافی څوکۍ نه وې. د دغه کال په لړ کې او له دې وروسته د پوهنځي د بیاجوړولو لپاره د دولت، خصوصي سکټور او بین المللي موسسو په مرسته واړه قدمونه اخیستي دي.

د ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۰ ز کال په لړ کې، د کنزاس ایالتي پوهنتون له دې پوهنځي سره (د نړیوال بانک په تمویل) مرستې وکړې، چې د هغې په پایله کې د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځي درسي نصاب ته بیا کتنه وشوه او د دې پوهنځي پنځه کلنه اکاډمیکه دوره څلور کلنې دورې ته واړول شوه او په همدې ډول د کریډیټ د سیسټم میکانیزم د هغه وخت د سمسټروار سیسټم د بدیل په ځای وړاندیز شو.

په ۲۰۱۱ ز کال کې د څلورم او پنځم ټولګي محصلین یوځای فارغه شول او د کریډیټ سیسټم یوازې د اول ټولګي د ۲۰۱۲ پسرلني سمسټر لپاره شروع شو.

گالری رسانه

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته