د پوهنځي په اره

د وترنري علومو پوهنځی په کابل پوهنتون کې یو له مهمو پوهنځیو څخه شمیرل کیږي چې د ۱۳۵۲ کال په کب میاشت کې چې د ۱۹۷۴ میلادي کال له فبروري میاشتې سره سمون لری د هغه وخت د ولسمشر د فرمان (۸۴۶) په اساس په ۱۳۵۲/۱۲/۱۲ کې د کابل پوهنتون په چوکات کې یې بڼسټ کیښودل شو. د وترنري علومو مسلک نه یواځې د حیوانې روغتیا له پلوه، بلکې د عامه روغتیا له پلوه یوه مهم او با ارزښته مسلک بلل کیږي، ځکه چې یو زیات شمیر ناروغۍ د څارویو او انسان په منځ کې مشترک دي او له څاروي څخه انسان او له انسان څخه څاروي ته د انتقال وړتیا لري.

د وترنري علومو پوهنځی لنډه پیژنده

د وترنري علومو پوهنځۍ  ملي وترنرۍ کادرونه روزي، کوم چې د څارویو مهمې ناروغۍ په خاصه توګه هغه ساري ناروغۍ چې له انسان څخه څاروي او له څاروي څخه انسان انتقالیږي، تشخیص او درملنه کوي او له منځه یې وړي. په همدې توګه د دغه مسلک ډاکتران نه یواځې د څارویو ناروغي تشخیص، درملنه او له منځه وړي، بلکه د انساني مهمو ناروغیو لکه توبرکلوز، بروسلوز او همدا رنګه نورو ناروغیو مخه نیسي. په همدې دول د کورنیو او په ټوله کې د هیواد د اقتصاد په پیاوړي کولو کې اساسي رول لوبوي.

د دغې پوهنځۍ مسوولین د پورتنیو اهدافو د لاس ته راوړو لپاره هلې ځلې کوي او کړې یې دي او د مالي منابعو د لاس ته راوړو لپاره یې په تیرو کلونو کې د کابل پوهنتون په مرسته له  UNDP/FAO او سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړې دي. د وترنري علومو پوهنځی د FAO په مالي مرستې سره وکولای شوی چې د ۱۵ کلنو په جریان کې ښې لاسته راوړنې ولري او په کابل پوهنتون کې یو له مجهزو پوهنځیو څخه وشمیرل شي. همدا رنګه یې وکولای شوی چې ۲۲ مجهز لابراتوارونه، تدریسي کلینیک او د څارویو څیړنیز څړځاینونه جوړ کړي. د یادې پروژې په مرسته د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځی یو زیات شمیر استادان د ماسترۍ  او دوکتورا درجې د لاسته راوړلو لپاره مختلتو هیوادونو ته واستول. په ډیر تاسف سره باید ووایو چې وروستې تحمیلي جنګونه او ناخوالې د وترنرۍ پوهنځی هغه ټولې لاسته راوړنې له منځه یوړې او د کابل پوهنتون په خاصه توګه د وترنري علومو پوهنځي له یو ستر ناورین سره مخ شو.

جدول ۱. د وترنري علومو پوهنځۍ په هکله عمومي معلومات.

پوهنځۍ

وترنري علوم

د تاسیس کال

۱۳۵۲

تول کریدیتونو

۲۰۲

د څانګو شمیر

۵

اختصاصي مضامین

۵۰ سلنه

عمومي او اساسي مضامین

۵۰ سلنه (مونوګراف ۸ سلنه، اساسي مضامین ۳۰ سلنه او نور پوهنتون شموله مضامین ۱۲ سلنه)

 

گالری رسانه

د پسرلي په موسم کې د کابل پوهنتون انګړ

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا