د پوهنځي په اره

د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي پېژندنه

د هېواد د نننیو او که ووایو د پېړیو مخکې کلتوري او ادبي ارزښتونو درک او د هغه پېژندلو او راتلونکو پېړیو ته د هغه لېږد، په (۱۳۲۰)مه لسیزه کې د یو پوهنځي د جوړولو مفکوره رامنځ ته کړه. بالاخره (۱۳۲۳) لمریز کال د تلې په میاشت کې د ټولنیزو علومو او ادبیاتو په نوم پوهنځی جوړ شو، چې د هېواد د ادبیاتو د تاریخ او کلتور په برخه کې یې ټینګ قدمونه اوچت کړل. له طب، حقوقو او ساینس پوهنځیو وروسته په کابل پوهنتون کې څلورم پوهنځی د ټولنیزو علومو او ادبیاتو و، چې جوړ شو. له دې پوهنځي څخه موخه د هېواد د پېړیو پېړیو مخکې او نننیو ادبي او کلتوري ارزښتونو درک، د هغه پېژندنه او د نوي نسل روزلو له لارې راتلونکو پېړیو ته د هغه لېږد وه.  له هغه مخکې ځوانانو ته په دې خاطر زده کړې ورکول کېدې، څو نړیوالو ته د تعلیم او زده کړې  له لارې د دغه هېواد ثقافت او تاریخ وښيي.

له (۱۳۴۰) لمریز کال وروسته په دغه پوهنځي کې د څو نورو بهرنیو ژبو (الماني، فرانسوي، انګلیسي، هسپانوي، جاپاني او روسي) ډېپارټمنټونه هم جوړ شول. خو له هغه وروسته په ترتیب سره ژورنالېزم، ټولنیز علوم، ارواپوهنه او د ښکلو هنرونو څانګې په څو کلونو کې له یاد پوهنځي بېل او هرې یوې د یو مستقل پوهنځي په حیث په فعالیت پيل وکړ. په همدې خاطر د ټولنیزو علومو او ادبیاتو پوهنځي نوم، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بدل شو.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په (۱۳۹۹) لمریز کال کې پر دوو پوهنځیو (د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي او د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي) باندې ووېشل شو. اوسمهال د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی درې څانګې (د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه، د فارسی‌دری ژبې او ادبیاتو څانګه او د اوزبکي ژبې او ادبیاتو څانګه) لري.

د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی په پښتو او ‌فارسی‌دری څانګو کې اوسمهال د ماسټرۍ او دوکتورا برنامې هم لري.

 

گالری رسانه

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته