د پوهنځي موخې

الف :د پوهنځي لیدلوری:

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي ارتقا یوه ملي او بین المللي بااعتباره او پېژندل شوي مرکز ته د متخصصو او متعهدو کادرونو، علمي څېړنو، علمي پنځونو او اکادمیکو خدماتو د عرضې په برخه کې.

ب :د پوهنځي ماموریت:

د متخصصو مسلکي کادرونو روزنه چې تاریخي ارزښتونو او د هیواد په اساسي قانون باورمند وي او افغانستان ته صادقانه خدمت وکړي او په علم پنځونه او په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د پرمختیایي پروسو په چټکوالي کې فعاله ونډه واخلي.

ج: د پوهنځي اساسي موخې:

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځی، د یوه علمي او ښوونیز بنسټ په توګه چې د معیاري علمي او څیړنیزو فعالیتونو مخینه لري، د ژبې د تدریس په برخه کې د تدریس او پوهې خپرولو سره ټولنې ته د باور وړ او عملي خدمات چمتو کوي. دا پوهنځی ماموریت لري چې معیاري تعلیمي خدمات وړاندې کړي او د مناسبو زده کړو فرصتونه چمتو کړي، د اعتبار او کار وړ څیړنې ترسره کړي، او ټولنې ته متخصص پرسونل وروزي.

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پوهنځي د استادانو او کارمندانو د علمي او تحصیلي کچې د ښه والي سربېره د پوهنځي د درسي نصاب په معیاري کولو سره د لاندې موخو د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوي:

  • د علمي معتبرو او کار وړ څېړنو د تر سره کولو لپاره د امکاناتو او اسانتیاوو رامنځته کول او پراخول
  • د محصلینو او ټولنې اړتیاوو ته په کتو د باکیفیته تحصیلي خدمتونو وړاندې کول
  • د استادانو او محصلانو د ارزونې د سیستم معیاري کول
  • د زېربناوو ایجاد او د تکنالوژیکي زده کړو پراخول
  • د ښوونیز سیستم او درسي روشونو اصلاح او بهترول
  • د نورو ملي، سیمه ایزو او نړیوالو پوهنتونونو سره د علمي او ښوونیزو قراردادونو تړل

گالری رسانه

د پسرلي په موسم کې د کابل پوهنتون انګړ

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا