د پوهنځي د رئیس پیغام

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځی د جوړولو اصلي موخه او فلسفه د ټولنې د پرمختګ لپاره د څارویو د صحي خدمتونو وړاندې کول دي. کابل پوهنتون په خپل زیار او کوښښ سره  د علمي کادرونو ټولې اسانتیاوې او تجربې د ټولنې د خدمت لپاره مهیا کړي دي، تر څو د ټولنې یوه مهمه برخه چې د زراعت او مالدارۍ سکتور ده، پیاوړی او تقویه کړي. کابل پوهنتون په هیواد کې یواځینی بنسټیز علمي مرکز دی. کابل پوهنتون په کابل ښار کې موقعیت لري او د طبیعی او ټولینیزو علومو په برخه کې ۲۱ پوهنځۍ لري. د وترنري علومو پوهنځی له پیل څخه تر اوسه د تطبیقي علومو یو مهم بڼسټ دی، چې د ځینو مجربو او قدرمنو استادانو لخوا یې بڼسټ ایښودل شوې دی. دغه پوهنځی په ټوله کې د څارویو او عامې روغتیا د وقایې مسولیت په غاړه لري. د دغې پوهنځی فارغان د څارویو ډاکتران دي او د پوهنځی علمي کادرونه د علمي او عملي څیړنو مسولیت په غاړه لري. د دغه مسلک استادان او ډاکتران دواړه اوږه په اوږه د ټولنې هغه ستونزې چې په دوی پوره اړه لري، حل کوي.

 زما لپاره ډیر د ویاړ ځای دی چې د وترنري علومو پوهنځی د کورنۍ یو غړی یم. دغه پوهنځی د کابل پوهنتون له هغو فعالو او پیاوړو پوهنځیو څخه دی، چې د تدریس، څیړنو او ټولنې ته د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ځانګړې پیاوړتیا لري. د وترنري علومو پوهنځی د څارویو ډاکتران فارغوي، هغه کسان چې د روغتیایي خدمتونو، د حیواني سرمایو پرمختګ او د زونوزس ناروغیو په مقابل کې د محافظت او ساتنې مسوولیت لري. د وترنری علومو مسلک له نورو طبیعي او ټولینیزو مسلکونو سره ډیر نږدې تړاو لري، چې د ملي بودجې او عوایدو په جوړولو او پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي. د وترنري علومو مسلک خپل مهم خدمات ټولې ټولنې ته وړاندې کوي. کابل پوهنتون کې د وترنري علومو پوهنخۍ د محصلانو لپاره د علمي خدماتو په وړاندې کولو سره ډیر مهم رول لوبوي. دغه پوهنځی د بڼسټ ایښودلو له وخت (۱۳۵۲) څخه په بیلابیلو برخو کې لکه د پوهنځۍ تعمیر، مختلفې څانګې، علمي کادرونه او محصلانو برخه کې مهم پرمختګ درلودلی دی. د وترنري علومو پوهنځۍ او کابل پوهنتون تر منځ ډیر زیات او لوي فرصتونه شتون لري. اوس اوس د وترنري علومو پوهنځۍ په درسي نصاب او د ښه تدریس او زده کړې په بیلابیلو میتودونو کار کوي. په کابل پوهنتون کې د وترنري علومو پوهنځۍ د نورو پوهنخیو په پرتله په ډیر ښه موقف کې قرار لري او ټول هغه مسوولیتونه چې ورته سپارل شوي دي په ډیره ښه توګې یې ترسره کړي دي او د علمي کادرونو او نورو اداري کار کوونکو د لا پیاوړتیا په لټه کې دی.

د ټولو استادانو، همکارانو، اداري کارکوونکو د لا زیاتو بریالیتوبونو او د وترنري پوهنځۍ ټاکل شویو موخو ته د رسیدو په هیله!

په درنښت

پوهنوال دوکتور سید شیرشاه سادات

د وترنري علومو پوهنځی د ریاست سرپرست

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د رغنيزو چارو په جریان کي نن د لوړو زده‌کړو وزارت او کابل پوهنتون ترمنځ د نښلونکي سړک د پراخوالي چاري پیل شوې.

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم