د پوهنځي د رئیس پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم!

ژبه او ادبیات د یو هېواد د کلتوري ارزښتونوپه ژوندي ساتلو کې رغنده رول لري او د یوې ټولنې د اوسېدونکو د کلتوري ارزښتونو د توپير او ښه پېژندلو لپاره یې ډېر ښه رول لوبولی دی. ژبه او ادبیات هغه هدفونه او نېکې لارښوونې دي، چې د اوسني نسل او راتلونکي پرمختګ د نېکمرغۍ په پار ویل شوي او لیکل شوي دي. د انسان د ژوند په اوږدو کې ادبي اثارو په فردي او ټولنیز ډول د یوې ټولنې د کلتوري ارزښتونو په لوړ او روښانه ساتلو کې ښه رول لوبولی دی. ژبه او ادبیات په ټوله کې د بېلابېلو علمونو، ایډیاوو، ژبنیو ارزښتونو، ادابو، رواجونو او د یوې تولنې تېر تاریخ او ټولنیز بدلونونه بلل کېږي.

په همدې موخه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ژمن دی، څو زموږ محصلینو ته اغېزناکه پروګرامونه او خدمتونه وړاندې کړي. د دې پوهنځي استادان او کارکوونکي په پرله‌پسې ډول درسي مواد او تدریسي مېتودونه د لوړو زده کړو وزارت او نړیوالو سټنډرډونو او  د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مطابق برابروي. دغه پوهنځي د ژبو او ادبیاتو په برخه کې مسلکي او پر کارپوه اشخاص ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.    له لوی ذات څخه غواړم، چې  ددې پوهنځي فارغ شوي محصلین د تخصصی او مسلکی، قانوني او اخلاقي  مسولیتونو اخیستولو  پیاوړتیا ولري تر څو خپلې ټولنې ته د  ژبواو  ادبیاتو د پوهنځي ښه استازولۍ وکړي .

په درنښت

پوهندوۍ داکټرراحله حمیدزۍ

د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییسه

گالری رسانه

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته