د پوهنځي د رئیس پیغام

 

په اوسنیو شرایطو کې  د درۍ ګونو مقننه، قضایه او اجرایه اساسو قواوو تر څنګ د یوې ځواکمنې قوا په حیث د اطلاع رسونې او د عامه افکار د لارښوونې په چاره کې برخلیک ټاکونکی رول لري. د رسنیو له لارې د ګټورو پیغامونو د تولید او خپراوی د پاره تر هر څه وړاندې دې د دې مسلک حرفوی کادرونو ته اړتیا ده. همدې هدف ته د رسېدو په موخه، په لومړي ځل په ۱۳۴۳ زیږدیز کال کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په اډانه کې د دې رشتې د جوړېدو چارې پیل شوې. ورسته د وخت د دولتي نظام د اړتیا سره سم په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د یو مستقل پوهنځی په حیث جوړ شو. د ارتباطاتو او اطلاعاتو په برخه کې په ملي او نړیواله کچه  د راغلو پرمختګونو او په همدې څانګو سربېره د خبریالۍ په برخه کې د متخصصو کادرنو د کار کولو د اړتیا په پام کې نېولو سره د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی د رادیو، تلویزیون د مجهزو سټدیوګانو، مجهزې چاپخونې او د لوړو علمي درجو لرونکو زحمتکشه علمي کادرونو په لرلو سره د خبریالۍ د تدریس او حرفه‌ای او متعهدو خبریالانو د روزنې په موخه د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو ترڅنګ فعالیت کوي.

په اوسنۍ نړۍ کې که د کڼو پرمختللیو او چټکو ارتباطي ټکنالوژیو د شتون سره سره له متخلفو منابعو څخه د بشر د سیاسيي، اجتماعي، اقتصادي، امنیتي او…. وضعیت په اړه د کره معلومات اخیستل هومره چې ستونزمن شوي دي همدمره مهم حیاتي شوي هم دي، خو د چاره یوازې په حرفوي ډول د خبریالۍ د زدکړې له لارې ممکنه ده.

په دې ډول د رتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی د امکاناتو او اسانتیاوو په اماده کولو سره غواړي د مسوولیت د احساس لرونکي، ریښتوني، واقعیت ښودونکي، د عدالت او انصاف رعایت کوونکي او په ټوله کې ټولنې ته د ګټې او ښګیڼې رسوونکي خبریالان تربیه او ټولنې ته وړاندې کړي، څوک چې د خبریالانو له حقونو، ارزښت او په ټولنه کې د دوی له رول په اړه کافي پوه ولري او په دې ډول د بیان د ازادۍ د ټینګښت او پرمختګ او ښېرازۍ ته د ټولنې د رسېدو په لار کې ځوکمن ګامونه پورته کړي.

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی استادان هڅه کوي تر څو په رسنیو کې شته مدیریتي ستونزې بازر د اړتیاوو سره سم د عصري تدریس او د خبریالۍ د نوي علم له لارې کمې کړي،‌ تر څو رسنۍ د حرفه‌ی خبریالانو سره د معیاري کېدو په لور حرکت وکړي. په ننۍ نړۍ کې چې ټولنې د تحول او نوی کېدو په حل کې دي د مسایلو د درک، تجزیې او تحلیل قدرت لرل د ژورنالیزم د مسلک اساسي مسئله ده،‌کومه چې اوس مهال د ژورنالیزم د زدکړې د سرخط مسئله ده.

درنښت

د ارتباطاتو او ژورنالیزم د پوهنځی رییس

 

گالری رسانه

د پسرلي په موسم کې د کابل پوهنتون انګړ

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا