د پوهنځي د رئیس پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العلمین والصلاهَ والسلام علی خاتم الانبیاء و المرسلین
ښوونه او روزنه یوه منظمه او دوامداره بهیر دی ، چی موخه یی لارښونه او د زده کونکوو د استعدادونو او شخصیت
وده ده د ښونې او روزنې په مرسته کولی شی چی خپل شخصیت ته وده ورکړی ، او انسانی حقونو ته درنښت او د
نورو ملتونو ، توکمونو سره هر اړخیز تفاهم رامنځته کړی .نو په دی اساس درسی برنامی باید ملی، او نړیوال
اړخونه ولری.
له نیکه مرغه د پاسنیوو اصولو په پا م کی نیولو سره د ارواپوهنې او ښونیزو علوموو پوهنځې دې ته ژمنتیا لری چی
ترڅو اغیزناک او مؤثر پروګرامونه او ښه خدمات خپلو ګرانو زده کړیالانو او ټولنی ته وړاندی کړی . زده کړیالان
(محصلین) د يوی ټولنی انسانی زیرمی دی چی ددوی روزنه د يوی ټولنی په بیلابیلو برخو کی د مثبتو بدلونونو لامل
ګرځی .
څرنګه چی روښانه دی ښونه او روزنه یوه خوځنده او همیشنی بهیر دی نو ددی پوهنځی استادان کارکونکی درسی
مواد او د تدریس میتودونه د اړونده څانګو ، د لوړو زده کړو د وزارت د معیارونو ، ملی او نړیوال سټندردونو او د
مارکیټ د غوښتنو سره سم اعیاروی . د ارواپوهنی او روزنیزو علومو پوهنځی مسلکی ، ژمن کادرونو د ارواپوهنې ،
پیداګوژي ، روانی مشاوری ، ښوونیز مدیریت، پلان او پالیسی اړ ټولنیز کار ټولنی ته وړاند ی کوی . له الله (ج) څخه
غواړم تر څو زمونږ د پوهنځی فارغ التحصیلان وکړای شی د خپلو مسلکی مهارتونو او مسلکی اخلاقو سره ددی ټولنې
د غوښتنو سره سم د خدمت جوګه وګرځي .
په درنښت
د پوهنځي رئیس