د پوهنځي د رئیس پیغام

د ستر څښتن تعالی په نامه

بې له شکه د یو هیواد خوځښت او غوړېدل د باکیفیته زده کړو، څیړنو او کارآفرینی لپاره د غوره بستر ایجادولو په ګرو کې دي. پوهنځيګانې د علمي بنسټونو په  توګه ددې موخې په ترلاسه کولو کې مهم مسؤلیتونه لري. د اقتصاد پوهنځي د اقتصاد او مدیریت د علم په برخه کې د ښه کیفیت لرونکو زده کړو او د استعمال وړ څېړنو د ترویج له لاري کوښښ کوي تر څو د کارآفرینې په لور حرکت وکړي او د کارموندنې او اقتصادي پراختیا په برخو کې خپل رغنده ونډه واخلي.

نن ورځ د نورو برخو پرمختګ، د ملي ناخالصو محصولاتو (GNP)، د سړی سرعاید، پانګوونې، سوداګرۍ ودې او په ورته ډول د نورو اقتصادي شاخصونو په پام کې نیولو سره د هیوادونو په اقتصادي پرمختګ او ودې پورې  تړلي دي. په ټولیز ډول د دوامداره اقتصادي پرمختګ لپاره د کیفیت لرونکي اقتصاد پوهه مهم ده.

بې له شکه، ددې مهمې برخې د کمې او کیفي ښه والی لپاره د استادانو، زده کړیالانو، څیړونکو او د پوهنځيو د منسبینو لوړې کچې ګډون ته اړتیا ده.  د زده کړیالانو وظیفوي مهارتونو لوړول او د دې څانګې د ودې پروسې سره سم د استادانو ظرفیت لوړول مهم دي. همدارنګه د زده کوونکو متمرکز میتودونو OBE / SCL پر بنسټ تدریس او د هغې بیا ورکړه (بازده) د اقتصاد د علم یو له مهمو ښوونېزو موخو څخه شمېرل کېږي.

 د پوهنځي تدریسي او علمي کړنې د لوړو زده کړو وزارت د نافذه قوانینو او مقرراتو سره مطابقت ورکول، د کار بازار په وینا منل شوي سیمه ییز او نړیوال ښوونېز معیارونه په پام کې نیولو سره د دې ادارې له مکلفیتونو څخه دي. د سپېڅلي ذات په توکل او اعتماد سره د هېواد اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ په لوري لمړی ګام اخلو.

په درنښت

پوهنمل امیر حمزه اسلمی

د اقتصاد پوهنځي رئیس

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د رغنيزو چارو په جریان کي نن د لوړو زده‌کړو وزارت او کابل پوهنتون ترمنځ د نښلونکي سړک د پراخوالي چاري پیل شوې.

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم